د دوحې ناستې ته په خطاب د افغانستان دخبریالانو مرکز: د افغان رسنیو او خبریالانو اندېښنو ته لومړیتوب ورکړئ

د دوحې ناستې ته په خطاب د افغانستان دخبریالانو مرکز: د افغان رسنیو او خبریالانو اندېښنو ته لومړیتوب ورکړئ

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش د افغانستان په اړه په دوحه کې د غونډې کوربه دی او د ګډون کوونکو هېوادونو له استازو سره به د افغانستان پر موضوعاتو بحث وکړي. انځور:اسوشیټډپرس خبري اژانس

1402 سلواغې 29

کابل- په دوحه کې د ملګرو ملتونو غونډې ته د افغان رسنیو ټولنې د یو غړي له وربللو د هرکلي ترڅنګ، د افغانستان دخبریالانو مرکز له ملګرو ملتونو او د نړیوالې ټولنې له استازو غوښتي، چې د افغان رسنیو او خبریالانو اوندېښنو ته په جدي ډول پاملرنه وکړي

په دې دوه ورځنۍ غونډه کې چې نن د قطر په پلازمېنه دوحه کې پیل شوه، د افغانستان د ملاتړ لپاره نړیواله اجماع، د طالبانو تر واک لاندې افغانستان سره د اړیکو پر تعامل او په هېواد کې د بشري ناورین پر وړاندې د لا همغږي ځواب په اړه خبرې او بحث کېږي. د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له خوا د ځانګړي استازي ټاکل او د دغه هېواد لپاره د سیاسي حل لارې پیدا کول د دغې غونډې له نورو موخو څخه اعلان شوي دي.

په دې غونډه کې د هېواد له پېژندل شويو خبريالانو څخه لطف الله نجفي زاده، د رسنيو د ټولنې په استازيتوب او د هېواد د مدني ټولنې په استازيتوب درې مېرمنې ګډون لري.  د افغانستان خبريالانو مرکز د هېواد د رسنيو د ټولنې اندېښنې او ستونزې له نجفي زاده سره شريکې کړي دي، څو په دې ناسته کې يې د نړيوالې ټولنې له استازو سره هم مطرح کړي.

د افغانستان دخبریالانو مرکز غوښتنې په دوه، داخلي او نړیوالو، برخو کې مطرح شوې دي. په داخلي کچه له ملګرو ملتونو او د نړیوالې ټولنې له استازو غوښتل شوي، چې د هغو کړنلارو د لغوه کولو لپاره، چې د رسنیو او خبریالانو آزادي محدودوي، د خبریالانو د نیولو بهیر بندولو او له خبریالانو سره د تاوتریخوالي او د رسنیو ټولنې د حقونو د نقضولو په خاطر له واکمو چارواکو سره په خبرو کې، پر هغوی فشار راوړي. همدارنګه په نړیواله کچه باید په افغانستان کې د ازادو رسنیو د پیاوړتیا، د بیان د ازادۍ او معلوماتو ته د خلکو د لاسرسي په برخه کې د مرستې لپاره یوه اجماع رامنځته شي.