1402سلواغې 6
کابل-د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ موسسې نی اعلان کړی، چې د دغه سازمان مشرتابه پرېکړه کړې چې په هېواد کې د روان وضعیت له امله په موقت ډول خپل فعالیتونه ودروي او خپل دفتر وتړي.
د نی ادارې اجرائیوي رئیس عبدالمجیب خلوتګر په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي: «د افغانستان سیاسي وضعیت او نامناسبو شرایطو ته په کتو د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې نی دفتر مشرتابه د 1402 کال د مرغومي میاشتې پخپله وروستۍ غونډه کې دې پریکړې ته ورسېدل، ترڅو د افغانستان په داخل کې په موقت ډول خپل فعالیتونه ودروي.»
هغه زیاته کړه:«هیله من یم چې په راتلونکي کې د افغانستان په سیاسي او ټولنیزو شرایطو کې د مثبت بدلون او پرمختګ سره هغو فعالیتونو ته دوام ورکړو چې پخوا مو درلود.»
خلوتګر په ډاګه کړه، چې د دې پرېکړې لامل به وروسته له رسنیو سره شریک شي.د نی اجرائیه رئیس په وینا، د دغه ویډیویي پیغام له خپرېدو وروسته هېڅ حقوقي او حکمي شخص نه شي کولای د نی ادارې استازولي وکړي.
د افغانستان دخبریالانو مرکز اجرائیوي رئیس احمد قریشي د نی ادارې د کار له ځنډولو ناخوښي څرګنده کړه او ویې ویل:«په افغانستان کې د خبریالانو او ازادو رسنیو د ملاتړ په برخه کې د نی اوږد تاریخ ته په کتو، که څه هم د دغه ادارې فعالیتونه په موقت ډول وځنډول شول، خو د افغانستان د رسنیو ټولنې ته یوه نه جبرانېدونکې ضایعه ده.
هغه زیاته کړه: «موږ هیله لرو چې ژر تر ژره د نی فعالیتونو د بیا پیل لپاره زمینه برابره شي او دا اداره به په دې برخه کې د نورو فعالو بنسټونو سره یوځای په افغانستان کې د خبریالانو او ازادو رسنیو د ملاتړ په برخه کې خپلو کارونو ته دوام ورکړي.»
نی په 1384 کال کې په کابل کې جوړه شوه او له تېرو ۱۸ کلونو راهیسې د خبریالانو او ازادو رسنیو ټولنې د ملاتړ په برخه کې د ځینو نړیوالو بنسټونو په مرسته په ځانګړې توګه د خبریالانو د روزنې او له رسنیو سره د حقوقي مرستو په برخه کې کار کوي.
د جمهوري نظام په ړنګېدو او د ۱۴۰۰ لمریز کال د اسد په میاشت کې واک ته د طالبانو په راتګ سره، د نی مسوولین له هیواده وتلو ته اړ شول او د طالبانو حکومت د دغې ادارې د کار په دوام سخت محدودیتونه وضع کړل.

