په هېواد کې د نېونو په نوې څپه کې لږ تر لږه درې خبریالان نیول شوي دي

په هېواد کې د نېونو په نوې څپه کې لږ تر لږه درې خبریالان نیول شوي دي

له ښي لوري: جاوید نیازی، منصور نیازی او عمران دانش د استخباراتو له خوا نیول شوي دي

۱۴۰۵ د غویي ۲۰مه

کابل — په هېواد کې د خبریالانو د نیولو په نوې څپه کې، په کابل کې لږ تر لږه درې خبریالان نیول سوي او یو شمېر نور ګواښل شوي دي. سرچینې وایي چې د «پیگرد» خبري اژانس خبریال جاوید نیازی او منصور نیازی او عمران دانش د «طلوع نیوز» خبریالان د استخباراتو له خوا نیول شوي او تر اوسه یې د برخلیک په تړاو هېڅ معلومات نه دي ترلاسه شوي.

په کابل کې یوې سرچینې د افغانستان د خبریالانو مرکز ته وویل، چې د پیگرد خصوصي خبري اژانس د امتیاز څښتن او خبریال جاوید نیازی، د غویی په ۱۶مه استخباراتو ادارې ته له وربلل کېدو وروسته نیول شوی دی. په بله پېښه کې، منصور نیازی چې د طلوع نیوز خصوصي تلویزیون خبریال دی، د غویی په ۱۷مه د کابل له کارته ۴ سیمې څخه نیول شوی دی.

دوو سرچینو چې دغه پېښې یې له نږدې څارلې دي، د افغانستان د خبریالانو مرکز ته وویل، چې دغه خبریالان د استخباراتو له خوا نیول شوي، خو د نیولو دلیل یې تر اوسه نه دی څرګند شوی. طلوع نیوز هم تایید کړې چې د دې رسنۍ بل خبریال عمران دانش هم نیول شوی، خو د پېښې په اړه یې نور جزئیات نه دي ورکړي. یوې سرچینې وویل چې دانش تېره شپه نیول شوی دی.

د افغانستان د خبریالانو مرکز موندنې ښيي چې لږ تر لږه درې نور خبریالان هم په تېرو څلورو ورځو کې ګواښل شوي، خو د امنیتي اندېښنو له امله یې جزییات نه خپرېږي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز په هېواد کې د خبریالانو د نیولو او ګواښونو د نوې څپې په تړاو ژوره اندېښنه څرګندوي او له واکمنې ادارې غواړي چې د رسنیو ازادۍ ته چې د خبریالانو او د رسنیو د کارکوونکو اساسي حق دی، درناوی وکړي او د وروستي نیول شوي خبریالانو ترڅنګ نور بندي خبریالان هم خوشې کړي او اجازه ورکړي چې خبریالان له خپلو حقونو څخه په سمه توګه او د نیولو او ګواښ له وېرې پرته ګټه واخلي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د رسنیو د ازادۍ د څارونکي د معلوماتو له مخې د نویو نیول شویو کسانو په کډون، اوس مهال لږ تر لږه اووه خبریالان په بند کې دي او یا هم د خپل محکومیت موده تېروي.