د «کیودو» خبري اژانس خبریال احسان الله اکبري له ۹ ورځني بند وروسته خوشې شو

د «کیودو» خبري اژانس خبریال احسان الله اکبري له ۹ ورځني بند وروسته خوشې شو

1402 سلواغې 5

کابل- د جاپان د «کیودو» خبري اژانس خبریال احسان الله اکبري، چې ۹ ورځې وړاندې په کابل کې د استخباراتو له لورې نیول شوی و خوشې شو.دافغانستان د خبریالانو مرکز د دې خبریال له خوشې کولو د هرکلي ترڅنګ وایي د دې خبریال نیول غیري قانوني و او باید ازادي یې ترې نه وای اخیستل شوې.

د احسان اکبري د کورنۍ یو غړي د افغانستان دخبریالانو مرکز ته وویل، چې دا خبریال نن مازدیګر شاوخوا 3 بجې خوشې شوی دی.یوې بلې سرچینې وویل، چې احسان اکبري د «ضمانت په ورکړې» سره خوشې شوی او د استخباراتو له لورې د هغې ځیني شخصي اسناد ترې اخیستل شوي دي.

احسان الله اکبري د مرغومي په 27 مه د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز ته له بلنې وروسته ونیول شو.یوه ورځ وروسته د استخباراتو کار کوونکي د کابل شهر نو سیمه کې د هغه دفتر ته ورغلي او د هغه د لپ ټاپ کمپیوټر ترڅنګ یې کامره ترې ظبط کړې او وروسته یې مجبور کړې چې له خپل کور سره اړیکه ونیسي او زیرک موبایل د استخباراتو کارکوونکو ته چې د کور دروازې ته یې ورځي وسپاري.

په ټوله کې د طالبانو استخبارات د خبريالانو د نيولو او يا له هغوی څخه د تحقيق کولو په باب څه نه وايي او همدا رنګه د طالبانو حکومت په ځانګړې توګه د اطلاعاتو او کلتور وزارت هم تر اوسه پدې اړه څه ندي ويلي.

احسان اکبري له شاوخوا يو کال راهيسې په کابل کې د کيودو خبري اژانس په دفتر کې د خبريال په توګه دنده ترسره کوله.

د افغانستان دخبریالانو مرکز د احسان الله اکبري له خوشې کولو د هرکلي ترڅنګ وایي، چې د دې خبریال نیول له لومړي سره غیرې قانوني و او باید ازادي یې ترې نه وای اخیستل شوې.د افغانستان خبریالانو مرکز واضیح کوي چې د خبریالانو پروړاندې هر ډول شکایت باید د ټولیزو رسنیو قانون او د رسنیزو سرغړونو او شکایتونو د څېړنې کمېسیون له لارې تعقیب شي.

په 2023 میلادي کال (1401 مرغومي 11- 1402 مرغومي 10)  د افغانستان د خبریالانو مرکز په هېواد کې د خبریالانو له حقونو څخه د سرغړونې ۱۶۸ پېښې ثبت کړي دي؛ چې له دې جملې څخه ۶۱ یې د خبریالانو د بندي کولو دي، چې دوه تنه لا هم په بند کې دي.په فاریاب ولایت کې د امتیاز راډیو څښتن او مسوول مدیر امین الله عالمي د روان کار د زمري میاشتې په پای کې، د هغه څه په تړاو چې سیمه ییزو چارواکو «یوه غېرې رسنیزه او شخصي موضوع» بللې وه، په یو کال بند محکوم شو. په دایکندي ولایت کې د نسیم راډیو مسوول مدیر سلطان علي جوادي د روان کال د لیندۍ میاشت کې په یو کلن بند محکوم شو او لا هم په بند کې دی.