۱۴۰۳ د مرغومې۱۹
کابل: په کابل کې ځایي خبریال مهدي انصاري، چې درې مياشتې وړاندې د استخباراتو لخوا نيول شوی و، د کابل ابتدایه محکمې له لوري د يو نيم کال بند په سزا محکوم شو. د افغانستان د خبريالانو مرکز د دې پرېکړې په اړه خپله ژوره اندېښنه څرګندوي، د دې حکم د بيا کتنې او د یاد خبریال د ژر تر ژره خوشې کېدو غوښتنه کوي.
مهدي انصاري ته يوې نږدې سرچينې د افغانستان د خبريالانو مرکز ته وویل، چې د انصاري محاکمه د مرغومې په ۱۲ نېټه ترسره شوې ده. د محکمې په هغه حکم کې، چې د خبريالانو مرکز ترلاسه کړی دی راغلي، چې مهدي انصاري ته د «د اسلامي امارت [طالبانو] پر ضد تبليغ» په تور د يو نيم کال بند سزا ورکړل شوې او د هغه د توقیف موده هم په کې شامله ده.
مهدي انصاري د کابل په پل سرخ سيمه کې د "افغان خبري آژانس" لپاره خبريالي کوله. هغه د تلې په ۱۴ نېټه د خپل دفتر څخه له وتو وروسته نادرکه شو. د انصاري د کورنۍ یوه غړي وویل، چې هغه د استخباراتو له خوا نيول شوی او له هغه راهيسې د کابل په «شش درک» سيمه کې د استخباراتو په «رياست ۴۰» کې بندي دی.
د افغان خبري آژانس مسؤول مدير، رحمت الله کریمي د افغانستان د خبريالانو مرکز ته وویل، چې مهدي انصاري د دې آژانس لپاره د خپلو راپورونو په تړاو نه دی نيول شوی.
سره له دې، د انصاري يوه آزاد خبريال ملګري وویل، چې مهدي انشاري په ټولنيزو رسنيو، په ځانګړې توګه فيسبوک او خپل يوتيوب حینل له لارې د افغانستان اړوند ځینې پېښې خپرولې او د حاکمو چارواکو رسنیز محدودیتونه یې په پام کې نه نیول.
د افغانستان د خبريالانو مرکز د خبریالۍ له امله د مهدي انصاري د يو نيم کال بند سزا ناعادلانه بولي او په کلکه یې غندي. د هېواد د ټولنیزو رسنيو د قانون له مخې، چې د حاکمو چارواکو د اطلاعاتو او کلتور وزارت لخوا هم تاييد شوی، خبريالان حق لري چې د خپلو مسلکي فعاليتونو لپاره له هر ډول ممکنو لارو څخه د دې قانون په چوکاټ کې د خپلو قانوني او بنسټیزو حقونو څخه ګټه واخلي او پر وړاندې یې محدودیتونه جوړ نه شي.
د افغانستان د خبريالانو مرکز د حاکمو چارواکو د قضايي چارو له مسئوولینو غواړي چې د مهدي انصاري په حکم بيا کتنه وکړي او نوموړی او نور بندي خبريالان پرته له کوم شرط څخه ژر تر ژره آزاد کړي. د افغانستان د خبريالانو مرکز د معلوماتو له مخې، اوس مهال د مهدي انصاري ترڅنګ لږ تر لږه درې نور خبريالان او د رسنیو کارکوونکي، چې په دوه تر درې کلونو بند محکوم شوي، د خپل بند موده تېروي.

