۱۴۰۳ د سلواغې ۸
کابل – سید رحیم سعیدي، چې د رسنیزې منځپانګې تولیدونکي یوټیوب چینل مسؤول مدیر او تولیدوونکی دی، د طالبانو پر وړاندې د تبلیغاتو په تور په درې کاله بند محکوم شوی دی. د افغانستان د خبریالانو مرکز د دې غیر عادلانه پرېکړې د غندنې ترڅنګ، له کوم قید او شرط پرته او ژر تر ژره د نوموړي د ازادېدو غوښتنه کوي.
په کابل کې یوې باخبره سرچینې د افغانستان د خبریالانو مرکز ته وویل چې سید رحیم سعیدي د ۱۴۰۳ کال د لړم میاشتې په ۶مه نېټه د کابل د درېیمې ناحیې ابتدایې محکمې لهخوا د «اسلامي امارت» پر وړاندې د تبلیغاتو په تور په درې کاله بند محکوم شوی دی.
دا محاکمه د سعیدي د کورنۍ د غړو او د مدافع وکیل له ګډون پرته ترسره شوې ده او هغه تر فشار لاندې اړ شوی دی چې دا پرېکړه ومني، کنه ښايي محکمې یې د بند موده غزولې وای.
د افغانستان د خبریالانو مرکز موندنې ښیي چې د سعیدي کورنۍ اندېښنه لرله چې د محکمې د حکم علني کېدل به د هغوی د هڅو پر پایله منفي اغېزې وکړي په داسې حال کې چې په یاده برخه کې د حکم د بیاکتنې سربېره او په قندهار کې د مشرتابه له دفتر څخه د بښنې غوښتنې هم بې پایلې وې. سید رحیم سعیدي سربېره پر دې چې له د ملا ډیسک او د پروستات له ناروغۍ څخه ځوړېږي د استخباراتو له بندخونې څخه د پلچرخي بندخونې ته لېږدول شوی دی.
په کابل کې یوه بله باوري سرچینه، چې قضیه له نږدې څاري د نوم د نه ښودلو په شرط د افغانستان د خبریالانو مرکز ته وویل: سید رحیم سعیدي داسې یوه فیلمنامه لیکلې وه چې د طالبانو په واکمنۍ کې یې د یوې نجلۍ د زدهکړو او تحصیل له محرومیت کیسه بیانوله او پلان یې درلود چې پرې فلم جوړ کړي.
سید رحیم سعیدي د «انار» په نوم د رسنیزې محتوا تولیدونکي یوتیوب چینل مسؤول مدیر و. هغه د ۱۴۰۳ کال د چنګاښ په ۲۴مه نېټه د خپلو دوو همکارانو (د دې کانال خبریال سید وارث سعیدي او انځور اخیستونکی حسیب سادات) سره د استخباراتو د کارکوونکو له لوري په کابل کې ونیول شو.
سید وارث سعیدي او حسیب سادات د استخباراتو په اداره کې تر تحقیق لاندې ونیول شول، خو یوه ورځ وروسته خوشې شول چې له دې سره سم یې په «انار» یوتیوب چینل کې کار پای ته ورسېد.
سید رحیم سعیدي د رسنیز کار، فلم جوړونې او د رسنیزې منځپانګې په تولید کې له شلو کلونو څخه زياته تجربه لري.
هغه د ۱۳۸۴ کال څخه کله چې د آریانا خصوصي تلویزیون په کار پیل وکړ له دې رسنۍ سره همکار وه او د جمهوري نظام تر ړنګېدو او د ۱۴۰۰ کال په زمري کې د طالبانو تر بیا واکمنېدو پورې د دې رسنۍ د تولید مدیر په توګه کار کاوه.
سید رحیم سعیدي له نیول کېدو پنځه میاشتې وړاندې د «انار» یوتیوب چینل مسؤولیت پر غاړه اخیستی و، چې د یوه خصوصي پانګوال په مالي ملاتړ یې فعالیت کاوه، یاد چینل په یوتیوب کې له ۱۷ زرو څخه زیات خووښونکي درلودل او د سعیدي د مدیریت پر مهال یې د هېواد په کچه په ځانګړي ډول د کابل او شاوخوا سیمو د سیر او سفر، کلتوري او مذهبي پروګرامونه جوړ او خپاره کړي وو.
د افغانستان د خبریالانو مرکز د سید رحیم سعیدي د درې کلن بند پرېکړه غندي او له واکمنې ادارې غواړي چې د سعیدي ناروغۍ ته په کتو، هغه ژر تر ژره او له کوم قید او شرط پرته ازاد کړي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز همدارنګه له حاکمو چارواکو غواړي چې د خبریالانو او رسنیزو کارکوونکو د نیولو، ګواښلو او ځورولو لړۍ بنده کړي او رسنیزو کارکوونکو ته دې اجازه ورکړي چې د کوم فشار او د نیول کېدو له ویرې پرته د هېواد د ټولنیزو رسنیو قانون پر بنسټ خپل کار په ازاد ډول ترسره کړي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز موندنې ښیي چې اوسمهال لږ تر لږه څلور خبریالان او د رسنیو کارکوونکي د حاکمې ادارې د محاکمو له لوري له دوو څخه تر درېیو کلونو پورې بند محکوم شوي دي او د خپل بند موده تېروي.

