مهدي انصاري د یو نیم کال بند له تېرولو وروسته خوشې شو

مهدي انصاري د یو نیم کال بند له تېرولو وروسته خوشې شو

۱۴۰۴ د کب ۲۸

کابل — په کابل کې د افغان خبري اژانس خبریال مهدي انصاري، د یو نیم کال بند له تېرولو وروسته د بګرام له زندانه خوشې شو. د افغانستان د خبریالانو مرکز د انصاري د خوشې کېدو له هرکلي ترڅنګ ټینګار کوي، د یاد خبریال اساسي حقونه، چې د جلا وطنه او بهرنیو رسنیو سره د همکارۍ په تور محاکمه او بندي شوی و، په جدي توګه تر پښو لاندې شوي دي.

په کابل کې یوې باخبره سرچینې د افغانستان د خبریالانو مرکز ته ویلي، چې مهدي انصاري تېره شپه شاؤخوا اته بجې د بګرام له زندانه خوشې او په کابل کې له خپلې کورنۍ سره یوځای شوی دی.

انصاري د تلې په ۱۴مه، د کابل په پل خشک سیمې کې له خپل کاري دفتر څخه د راستنېدو پر مهال نادرکه شو او درې ورځې وروسته یې کورنۍ تایید کړه، چې د استخباراتو له خوا نیول شوی دی. انصاري د ۱۴۰۳ کال د مرغومې په ۱۲مه د کابل د ابتدائيه محکمې له خوا د «اسلامي امارت [طالبانو] پر ضد د تبلیغاتو» په تور په یو نیم کال بند محکوم شو.

د استخباراتو ادارې یو کال وروسته، د ۱۴۰۴ کال د تلې په ۱۰مه، د مهدي انصاري د جبري اعتراف ویډیو خپره کړه او اعلان یې وکړ چې یاد خبریال د واکمن نظام پر ضد د «زهرجنو تبلیغاتو» او له بهرنیو مغرضو رسنیو، لکه هشت صبح ورځپاڼې او افغانستان انټرنشنل تلویزیون سره د همکارۍ په تور نیول شوی دی.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د مهدي انصاري د خوشې کېدو هرکلی کوي او څرګندوي چې واکمنې ادارې د دې خبریال په نیولو او د یو نیم کال لپاره د هغه د ازادۍ په سلبولو سره، د هغه مسلکي او بشري اساسي حقونه په جدي توګه نقض کړي دي. دا خبریال پرته له خپلواک مدافع وکیل څخه او په ناعادلانه توګه په زندان محکوم شو او وروسته، په داسې حال کې چې په بند کې و، د هغه د جبري اعتراف ویډیو هم خپره شوه.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د رسنیو د ازادۍ د څارونکي له لوري د ثبت شویو معلوماتو له مخې، په ۱۴۰۴ کال کې لږ تر لږه ۲۱ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي نیول شوي دي. د انصاري په خوشې کېدو سره، لا هم لږ تر لږه څلور نور خبریالان او د رسنیو کارکوونکي په زندان کې دي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز له واکمنې ادارې غواړي، چې د رسنیو او خپلواکو خبریالانو د ځپلو لړۍ پای ته ورسوي، ژر تر ژره بندي خبریالان خوشې کړي او اجازه ورکړي چې خبریالان د ژورنالیزم د بنسټیزو اصولو پر بنسټ، په ازاده توګه او له وېرې او فشار پرته کار وکړي.