۱۴۰۴ د چنګاښ ۴
کابل – کابل کې د «راه فردا» خصوصي راډیو او تلویزیون چې د دې رسنۍ د کارکوونکو له خوا د معاشونو نهورکړې په اړه د شکایت وروسته د واکمنې ادارې د اطلاعاتو او کلتور وزارت له لوري تړل شوی و، بېرته پرانیستل شو او خپل فعالیتیې له سره پیل کړ.
د راه فردا تلویزیون سرپرست سلمان اخلاقي د افغانستان د خبریالانو مرکز ته وویل چې د کارکوونکو د معاشونو اړوند ستونزه حل شوې ده او محکمې دې رسنۍ ته د بیا فعالیت اجازه ورکړې ده. نوموړي پرته له دې چې په دې اړه نور جزئیات وړاندې کړي، زیاته کړه چې پرون د واکمنې ادارې او اطلاعاتو او کلتور وزارت د استازو په شتون کې د راه فردا راډیو او تلویزیون د دفتر «مهر او لاک» لرې شو او فعالیتیې بیا پیل کړ.
د واکمنې ادارې د اطلاعاتو او کلتو وزارت د چنګاښ پر ۱مه په خپله اکس (پخوانی ټویټر) کې اعلان وکړ چې په کابل کې د دې وزارت د شکایتونو او د رسنیزو سرغړونو ته د رسېدنې کمیسیون غونډه جوړه شوې وه او په ترڅ کې یې د نورو مواردو ترڅنګ د محکمې له پریکړې وروسته د راه فردا تلویزیون د فعالیت څرنګوالی هم تر بحث لاندې ونیول شو، خو په خبرپاڼه کې د دغې ارزونې جزئیات نهدي ورکړل شوي.
د راه فردا راډیو او تلویزیون د فعالیت جواز دوه میاشتې مخکې تعلیق شوی و، د واکمنې ادارې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د روان کال د غویي په ۹مه اعلان وکړ چې د دې رسنۍ د کارکوونکو له خوا د معاشونو د نهورکړې او له کارکوونکو سره د ګواښ په شکل چلند څخه له شکایتونه وروسته، د رسنۍ مسؤولین د رسنیو د شکایتونو او رسنیزو سرغړونو ته د رسېدنې کمیسیون ته ور وغوښتل شول، خو د شکایتونو ته د نه پاملرنې له امله د دې تلویزیون دوسیه محکمې ته واستول شوه او محکمې د جواز د تعلیق حکم ورکړ.
د راه فردا یو پخوانی کارکوونکي د افغانستان د خبریالانو مرکز ته وویل چې معترض کارکوونکي تر فشار لاندې وو او مسؤولینو له دوی سره ناسم چلند کړی و. نوموړي ویلي چې د دې رسنۍ د بیا پرانیستلو لپاره یو شمېر پیژندل شويو کسانو منځګړیتوب کړی دی او د تلویزیون مسؤولینو محکمه کې ژمنه کړې چې د کارکوونکو پاتې معاشونه به په څو قسطونو کې ورکړي.
د راه فردا راډیو او تلویزیون، چې د امتیاز څښتن یې د افغانستان د خلکو د اسلامي وحدت ګوند مشر محمد محقق دی، په ۱۳۸۵ لمریز کال کې په کابل کې تأسیس او رسماً یې په فعالیت پیل وکړ.
په دې رسنۍ کې یوې باخبره سرچینې د افغانستان د خبریالانو له مرکز ته ویلي چې د دې رسنۍ د امتیاز څښتن د دې راډیو او تلویزیون مسؤول مدیر او سرپرست له دندو ګوښه کړي او بل څوک یې پر ځای ټاکلی دی.
د افغانستان د خبریالانو مرکز د خپلو حقونو او کاري مزایایو د تعقیب په برخه کې د شکایتکوونکو څخه د ملاتړ ترڅنګ د راه فردا راډیو او تلویزیون د بیا پرانیستلو هرکلی کوي. د افغانستان د خبریالانو مرکز له اطلاعاتو او کلتور وزارت او واکمنې ادارې څخه غواړي چې د دې رسنۍ د ازادانه فعالیت زمینه برابره کړي. د رسنیو د خبریالانو ملاتړی دا خپلواک بنسټ همداراز د راه فردا له مسؤلینو هم غواړي چې د کارکوونکو د کار ارزښت او اقتصادي وضعیت په پام کې ونیسي، خپلو ژمنو ته وفادار پاتې شي، او د کارکوونکو حقونه او امتیازات پر وخت او په سمه توګه ورکړي.

