۱۴۰۴ د چنګاښ ۱
کابل - د یوه یوتیوب چینل مسؤول مدیر او رسنیزې منځپانګې تولیدوونکی سید رحیم سعیدی چې د طالبانو د واکمنې ادارې پر ضد د تبلیغاتو په تور په درې کلونو بند محکوم شوی و، له څه باندې یوولسو میاشتو بند وروسته د بګرام له زندان څخه ازاد شو.
په کابل کې یوې باخبرې سرچینې د افغانستان د خبریالانو مرکز ته وویل، چې نوموړی د غبرګولي په ۲۸مه د چهارشنبې په ماښام، د ضمانت په ورکولو د پروان ولایت د بګرام له زندان څخه آزاد او کابل کې له خپلې کورنۍ سره یوځای شو.
د «انار» په نوم یوه یوتیوب چینل مسؤول مدیر او منځپانګې تولیدوونکی سید رحیم سعیدی، د ۱۴۰۳ کال د چنګاښ په ۲۴مه د خپلو دوو همکارانو سره یو ځای د استخباراتو له خوا په کابل کې ونیول شو. که څه هم د هغه دوه همکاران یو ورځ وروسته خوشې شول، خو نوموړی د ۱۴۰۳ کال د لړم په ۶مه، د کابل ښار درېیمې حوزې د ابتدائیه محکمې له خوا، د «اسلامي امارت پر ضد د تبلیغاتو» په تور، په درې کلونو بند محکوم شو.
په کابل کې یوه بله باخبره سرچینې د افغانستان د خبریالانو مرکز ته وویل: سید رحیم سعیدي داسې یوه فیلمنامه لیکلې وه چې د طالبانو په واکمنۍ کې یې د یوې نجلۍ د زدهکړو او تحصیل څخه د محرومیت کیسه بیانوله او پلان یې درلود چې پرې فلم جوړ کړي.
سید رحیم سعیدي د رسنیز کار، فلم جوړونې او د رسنیزې منځپانګې په تولید کې له شلو کلونو څخه زياته تجربه لري.
هغه د ۱۳۸۴ کال څخه کله چې د آریانا خصوصي تلویزیون په کار پیل وکړ له دې رسنۍ سره همکار وه او د جمهوري نظام تر ړنګېدو او د ۱۴۰۰ کال په زمري کې د طالبانو تر بیا واکمنېدو پورې د دې رسنۍ د تولید مدیر په توګه کار کاوه.
سید رحیم سعیدي له نیول کېدو پنځه میاشتې وړاندې د «انار» یوتیوب چینل مسؤولیت پر غاړه اخیستی و، چې د یوه خصوصي پانګوال په مالي ملاتړ یې فعالیت کاوه.
د افغانستان د خبریالانو مرکز د سید رحیم سعیدي له ازادۍ هرکلی کوي او ټینګار کوي چې د یادو خبریالانو نیول له هماغه پیل څخه غیرقانوني وو او باید هېڅکله د هغوی اساسي ازادي سلب شوې نه وای، د افغانستان د خبریالانو مرکز له واکمنې ادارې غواړي چې نور بندي خبریالان هم ژر تر ژره او له کوم قید او شرط پرته خوشې کړي او اجازه ورکړي څو خبریالانو د ټولنیزو رسنیو قانون سره سم له خپلو اساسي حقونو څخه برخمن شي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز روښانوي چې د ټولنیزو رسنیو قانون سره سم، چې د واکمنې ادارې د اطلاعاتو او کلتور وزارت یې هم د پلي کولو وړ بولي، خبریالان په خپلو مسلکي فعاليتونو کې ازاد دي او مسؤولین مکلف دي څو د محدویت او ګواښ رامنځته کولو پرته له هغوی څخه ملاتړ وکړي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز د رسنیو د ازادۍ څارونکي د معلوماتو له مخې، اوس مهال لږ تر لږه ۱۰ خبریالان او یا د رسنیو کارکوونکي لا هم په بند کې دي او د خپل بند موده تېروي.

