۱۴۰۳ د سلواغې ۱۶
کابل – د حاکمې ادارې د اطلاعاتو او کلتور وزارت، کابل کې د «بیګم» خصوصي راډیو د جواز کار، د دوی په وینا د بیلابېلو سرغړونو او د یوه بهرني تلویزیون لپاره د رسنیزو موادو چمتو کولو په تور وځنډوه. د افغانستان د خبریالانو مرکز، د بیګم راډیو پر فعالیت بندیز د آزادو رسنیو د ځپلو د سیاست دوام بولي او په کلکه یې غندي.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د اکس (پخوانی ټویټر) له لارې خپره شوې خپرپاڼه کې راغلي، بیګم راډیو چې د دې وزارت رسمي جواز درلود د بېلابېلو سرغړونو ترڅنګ د یوه بهرني تلویزیون لپاره رسنیز مواد او پروګرامونه چمتو کول.
خبرپاڼه زیاتوي چې د دې رسنۍ فعالیت د «د رسنیزې پالیسۍ څخه د سرغړونې» او «د جواز څخه د ناوړه ګټې اخیستنې» له امله ځنډول شوی، چې د اړوندو اسنادو تر «دقیقې ارزونې» وروسته به نهایي پرېکړه وشي.
«بیګم» راډیو د ۱۳۹۹ کال د کب په ۱۸مه، چې د ۲۰۲۱ د مارچ له ۸مې ( د ښځو له نړیوالې ورځې ) سره برابره ده، کابل کې ښځو ته د پوهاوي ورکولو باندې په تمرکز خپل فعالیت پیل کړ.
د افغانستان د خبریالانو مرکز، د بېګم خصوصي راډیو د جواز ځنډول، د هېواد د ټولنیزو رسنیو قانون خلاف کړنه او د آزادو رسنیو د ځپلو د لړۍ دوام بولي او غندي یې.
یاد مرکز له حکومتي چارواکو غواړي چې خپله پرېکړه بیا وارزوي او دې راډیو ته اجازه ورکړي ترڅو د ټولنیزو رسنیو قانون سره سم خپل فعالیت ته دوام ورکړي.
د ټولنیزو رسنیو په قانون کې، چې د حاکم حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت یې هم د پلي کېدو وړ بولي، راغلي چې رسنۍ د خپلو مسلکي فعالیتونو په ترسره کولو کې آزادې دي او مسؤولین باید د دوی فعالیت ته خنډونه جوړ نه کړي او ویې نه ګواښي.
د ۱۴۰۰ کال د زمري په میاشت کې د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې، واکمنې ادارې د رسنیو په ځانګړې توګه د خصوصي رسنیو ازادي په پراخ ډول محدوده کړې.
د افغانستان د خبریالانو مرکز موندنې ښيي، چې یوازې په تېرو ۱۲ میاشتو کې، لږ تر لږه ۱۸ خبري رسنۍ د حکومت د مستقیم امر له مخې او یا هم د لګول شویو محدودیتونو له امله بندې شوې دي، چې له دې ډلې ۱۴ راډیوګانې او تلویزیونونه لا هم تړلې دي او د بیا پرانیستل کېدو اجازه نه ده ورکړل شوې.

