شمشاد تلویزیون چې دوه ورځې وړاندې د استخباراتو د ادارې په امر تړل شوی و، نن بیا پرانیستل شو

شمشاد تلویزیون چې دوه ورځې وړاندې د استخباراتو د ادارې په امر تړل شوی و، نن بیا پرانیستل شو

شمشاد تلویزیون د یوې بيانيې په خپرولو سره اعلان کړل، چې خپلې خپرونې یې له سره پیل کړي دي.

۱۴۰۴ د تلې ۲۷

کابل — شمشاد خصوصي تلویزیون چې دوه ورځې وړاندې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د جګړې او پر افغانستان د پاکستان د بریدونو د پوښښ د څرنګوالي له امله د استخباراتو د ادارې په امر تړل شوی و، نن بېرته پرانیستل شو. د افغانستان د خبریالانو مرکز د شمشاد راډیو او تلویزیون له بېرته فعالېدو څخه د هرکلی ترڅنګ په دې موده کې د شمشاد تلویزیون تړل د یوې آزادې رسنۍ له حقونو څخه ښکاره سرغړونه بولي، چې باید نه وای ترسره شوې.

شمشاد تلویزیون نن یک‌شنبه د تلې په ۲۷مه نېټه د ماسپښین شاؤخوا پنځه بجې د یوې اعلامیې په خپرولو سره خپل بیاځلي فعالیت اعلان کړ، په هغه اعلامیه کې چې د یاد تلویزیون د یو شمېر کارکوونکو په حضور کې خپره شوه، شمشاد د مسلکي کار پر دوام او د ارزښتونو او ملي او اسلامي ګټو پر ساتنې د ټینګار ترڅنګ د «ادارو د متقابل قناعت ترلاسه کولو لپاره د منډو ترړو» واکمنې ادارې، «د همکارۍ لاس وغځوه، څو  خپل فعالیت بېرته پیل کړي».

شمشاد دوه ورځې وړاندې د واکمنې ادارې د استخباراتو ادارې په مستقیم امر وتړل شو. یوې باخبره سرچینې وویل، چې شمشاد تلویزیون تورن شوی و، چې د واکمنې ادارې د امنیتي ځواکونو او د پاکستاني پوځیانو ترمنځ وروستۍ جګړه او د پاکستان بریدونو ته یې په سمه توګه پوښښ نه دی ورکړی او د طالبانو د حکومت له دریځ او اقداماتو څخه یې د پاکستان پر وړاندې دفاع نه ده کړې.

د شمشاد تلویزیون د تړلو پرېکړې پراخ غبرګونونه را وپارول او په تېرو دوو ورځو کې ګڼو رسنیزو فعالانو او رسنیو دغه اقدام وغنده.  شمشاد یوه خصوصي رسنۍ ده چې په ۱۳۸۴ کال کې د فضل کریم فضل په پانګونه په کابل کې تاسیس شوه او په فعالیت یې پیل وکړ.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د شمشاد راډیو او تلویزیون له بېرته فعالېدو څخه د هرکلي ترڅنګ یاد دوه ورځنی بندیز د یوې ازادې رسنۍ له بنسټیزو حقونو څخه ښکاره سرغړونه بولي. یاد مرکز د رسنیو لپاره د کاري محدودیتونو پر زیاتوالي ژوره اندیښنه څرګندوي او د واکمنې ادارې له پرېکړه کوونکو چارواکو څخه غواړي چې رسنیو ته اجازه ورکړي د خبریالۍ اصولو پر بنسټ خپل فعالیت ته دوام ورکړي او د هغوی په چارو کې له هر ډول لاسوهنې او فشار څخه ډډه وکړي.

د ټولنیزو رسنیو د قانون له مخې چې د طالبانو حکومت یې هم د پلي کېدو وړ بولي، خبریالان او رسنۍ په خپلو مسلکي چارو کې ازادې دي، چارواکي باید د هغوی په کار کې محدودیتونه رامنځته نه کړي او نه یې هم وګواښي، بلکې باید د هغوی ملاتړ وکړي.