په جوزجان، زابل او پروان ولایتونو کې هم رسنیو ته د ساه لرونکي انځورونو پر خپرولو بندیز اعلان شو

په جوزجان، زابل او پروان ولایتونو کې هم رسنیو ته د ساه لرونکي انځورونو پر خپرولو بندیز اعلان شو

 ۱۴۰۴ د وري ۲۱

شبرغان، قلات، چاریکار – د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ادارې په جوزجان، زابل او پروان ولایتونو کې ځایي ادارو او رسنیو ته امر کړی دی چې له دې وروسته دې د ساه لرونکي (ژوندیو موجوداتو) انځورونو له اخیستلو او خپرولو ډډه وکړي. د دې بندیز له اعلان سره، د هغو ولایتونو شمېر چې په کې د ساه لرونکي انځورونو خپرول په رسمي ډول منع شوي، دیارلسو ته ورسېد.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د دې محدودیت د پراخېدو په اړه خپله ژوره اندېښنه څرګندوي او د رسنیو پر فعالیت او د خلکو معلوماتو ته پر لاسرسي یې د ناوړه پايلو په اړه خبرداری ورکوي.

په جوزجان ولایت کې، د امر بالمعروف ریاست د دې ولایت والي ته په رسمي مکتوب کې د امر بالمعروف قانون پر بنسټ د ساه لرونکي (ژوندیو موجوداتو) پر انځورونو د بندیز یادونه کړې. د دې ولایت والي گل حیدر شفق، دغه امر تایید او لاسلیک کړی دی. د افغانستان د خبریالانو مرکز د یاد مکتوب يوې کاپي ته لاسرسی موندلی، چې په کې له ټولو ادارو غوښتل شوي، څو د ژوندیو موجوداتو له انځور اخیستنې او ویډیو جوړونې څخه ډډه وکړي. همداراز، د دې بندیز نه مراعتول کبيره ګناه بلل شوې او د سرغړونې د پایلو په اړه خبرداری ورکړل شوی دی.

په زابل کې هم یوی ځایي سرچینه چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، د افغانستان د خبریالانو مرکز ته ویلي چې د ساه لرونکي ( ژوندیو موجوداتو) انځورونو پر خپرولو بندیز په دې ولایت کې هم رسنیو ته په شفاهي ډول اعلان شوی دی. د سرچينې په وینا، د دې بندیز په پایله کې، د ملي تلویزیون ولایتي څانګه چې هره ورځ یې دوه ساعته تولیدي پروګرامونه خپرول او شپه مهال یی درې ساعته د کابل ملي تلویزیون خپرونې خپرولې، بنده شوې او اوس‌مهال په راډیویي بڼه فعالیت لري. یو ځایي خبریال هم دا موضوع تایید کړې او وایي چې دا بندیز تر اوسه پر خصوصي رسنیو نه دی پلي شوی، خو تر فشار لاندې دي او ښايي نزدې راتلونکي کې پلي شي.

په پروان کې هم نن، پنجشنبې د وري ۲۱‌مه د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري ځایي خبریالان راغوښتل شوي وو او د امر بالمعروف ادارې د استازي له لوري د ساه لرونکي (ژوندیو موجوداتو) د انځورونو پر خپرولو بندیز هغوی ته اعلان کړی دی. یوه سرچینه وایي چې پرون د امر بالمعروف کارکوونکو د یاد ولایت مرکزي زندان څخه د لیدنې پر مهال د ملي تلویزیون کارکوونکي د وېډیو له اخیستلو منع کړي وو او نن د دې رسنۍ خپرونې په پروان کې هم بندې شوې دي. دغه تلویزیون له ماښام څلورو بجو تر لسو بجو پورې خپرونې لرلې چې یوه برخه یې ځایي تولید او بله برخه یې د ملي تلویزیون مرکزې څانګې پروګرامونه وو.

د افغانستان د خبریالانو مرکز موندنې ښيي چې د ۱۴۰۳ کال د زمري په میاشت کې امر بالمعروف قانون له خپرېدو وروسته د ژوندیو موجوداتو د انځورونو د خپرولو بندیز په رسمي ډول په ۱۳ ولایتونو کې اعلان او پلي شوی دی. له دې وړاندې، دا بندیز په کندهار، تخار، بادغیس، هلمند، ننګرهار، نورستان، فراه، نیمروز، بدخشان او بغلان کې هم اعلان او پلي شوی و. سره له دې چې په ځینو ولایتونو کې د ساه لرونکي انځورونو او وېډیو مرکو پر اخیستلو یو څه نرم شوی، خو ځینې باخبري سرچینې وايي چې د واکمنې ادارې مشر، ملا هبت الله، چې په کندهار کې مېشت دی، ټینګار کوي، څو دا بندیز باید په ټولو ولایتونو کې پلي شي.

د امر بالمعروف او نهې عن المنکر قانون په اوولسمه ماده کې چې د تېر کال د زمري په میاشت کې د طالبانو د مشر ملا هبت‌الله آخندزاده له لوري توشیح او نافذ شو، راغلي چې محتسبین ( د امر بالمعروف وزارت اجرایي ځواک) باید د هغه مطالبو له خپرولو مخنیوی وکړي چې ساه لرونکي ( د ژوندیو موجوداتو) انځورونه پکې وي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د دې بندیز د پراخېدو په اړه اندېښنه څرګندوي او خبرداری ورکوي چې دا ډول محدودیتونه د بیان له آزادۍ، د معلوماتو ته د لاسرسي له حق او د افغانستان د ټولنیزو رسنیو له قانون سره، چې د واکمنې ادارې له لوري هم د پلي کېدو وړ بلل شوی دی، په ټکر کې دی.

د افغانستان د خبریالانو مرکز په باور، دې محدودیتونو د خبر رسونې بهیر په شدت اغېزمن کړی او ډېرې رسنۍ یې له بندېدو سره مخ کړي چې په پایله کې یې د رسنیو ګڼ شمېر کارکوونکي بې‌کاره شوي دي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز په کندهار کې د طالبانو له پرېکړه کوونکو چارواکو او د حاکمې ادارې د امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر وزارت له مسؤولینو څخه غواړي چې د ساه لرونکي انځورونو پر خپرولو بندیز په اړه له سره غور وکړي او د هغو نورو رسنیزو کړنلارو په لغو کولو چې په تېرو درېیو کلونو کې د ټولنیزو رسنیو قانون خلاف صادرې او پلي شوې دي، اجازه ورکړي، څو رسنۍ د هېواد د ټولنیزو رسنیو قانون سره سم د ازاد فعالیت حق ولري او خبریالان وتوانېږي په ډاډه توګه پرته له وېرې کار وکړي.