د ۱۴۰۳ د سلواغې ۲۵ - ۱۳ فبروري ۲۰۲۵
کابل – د افغانستان د خبریالانو مرکز نن د «راډیو نړیوالې ورځې» په مناسبت اعلان وکړ چې په افغانستان کې د رادیوګانو پر فعالیت محدودیتونه په بېساري ډول زیات شوي دي او په تېرو (۱۲) میاشتو کې د حاکمې ادارې د چارواکو د مستقیم امر او یا هم د لګول شویو محدودیتونو له امله، د لږ تر لږه اوو رادیوګانو دفترونه تړل شوي دي. همدارنګه، یو شمېر د رادیوګانو کارکوونکي هم بنديان شوي چې ځیني یې لاهم بدخونو کې دي.
د ملګرو ملتونو علمي، فرهنګي او تعلیمي سازمان (یونسکو) په ۲۰۱۱ کال کې د خپلې ۳۷مې عمومي غونډې پر مهال د فبروري ۱۳مه د رادیو نړیوالې ورځې په توګه ونوموله، چې په ۲۰۱۲ کال کې د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلۍ د خپلې ۶۷مې عمومي غونډې پر مهال تصویب کړه. د ملګرو ملتونو سازمان د ۱۹۴۶ کال د فبروري پر ۱۳مه د خپلو فعالیتونو په اړه د اطلاعرسونې په موخه خپله لومړنۍ رادیو فعاله کړه.
ملګري ملتونه د راډیو نړیواله ورځ د دې رسنۍ د ارزښت د نمانځلو، د راډیو سټېشنونو ترمنځ د همکارۍ د پراخولو او د معلوماتو د لاسرسي او د بیان د آزادۍ د ملاتړ لپاره یوه اړین فرصت بولي. په ۲۰۲۵ کال کې، دا ورځ د "راډیو او اقلیمي بدلونونه" تر شعار لاندې لمانځل کېږي، چې موخه یې په یاده برخه د راډیو د د ونډې یادونه ده، ځکه چې دا بدلونونه د ځمکې د راتلونکي لپاره حیاتي اهمیت لري.
که څه هم د انټرنیټ او مجازي فضا له لارې معلوماتو ته د خلکو لاسرسی ډېر شوی، خو بیا هم رادیو د خلکو لپاره ډ یوې مهمې، ډېرو اورېدونکو لرونکې او د لاسرسي وړ رسنیزه وسیله ده خو د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې، د رسنیو په ځانګړي ډول د رادیو ازادي، په دوامداره توګه محدوده شوې ده. د افغانستان حاکمه اداره سره له دې چې د جمهوري حکومت د ټولنیزو رسنیو قانون یې د پلي کېدو وړ بللی او پر تعدیلاتو یې کار روان کړی، خو بیاهم، د رسنیو پالیسۍ د هغو مستقیمو فرمانونو او کړنلارو له لارې تنظیموي، چې ډېری یې د ټولنيزو رسنیو د قانون خلاف دي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز څېړنې ښيي چې په تېرو درېیو کلونو کې، د حاکمې ادارې چارواکو لږ تر لږه ۲۲ کړنلارې یا فرمانونه صادر کړي، چې د رادیو پر فعالیت یې مستقیم اغېز کړی. لکه: په ملي رادیو کې د ښځو پر کار بندیز، د موسیقۍ پر خپرولو بندیز، د حاکمې ادارې د مخالفینو او منتقدینو سره پر مرکو بندیز او د استخباراتو، امر بالمعروف، او نورو غیرمسؤوله ادارو له لوري د نشراتو مستقیمی او غیر مستقیمې څارنې زیاتوالی، چې په ډېری مواردو کې یاد محدودیتونه د خبریالانو د ګواښلو، نیونې او د راډیو ګانو د تړل کېدو لامل هم شوي دي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز موندنې ښیي، هغه خبریالان چې د دغو کړنلارو خلاف عمل کوي، ګواښل شوي او یاهم بندي شوي او رسنۍ هم تنبیهي اقداماتو لکه د فعالیت بندیز سره مخ شوي دي. د موندنو له مخې په تېر یو کال کې، لږ تر لږه د اوو راډیو ګانو دفترونه تړل شوي، چې د درې راډیو ګانو دفترونو ته لا هم د بیا پرانېستلو اجازه نه ده ورکړل شوې. همداراز، لږ تر لږه شپږ رسنیز کارکوونکي چې درې یې د دوو ازادو راډیوګانو کارکوونکي دي په بندخونو کې دي.
په تېر یو کال کې، پر خصوصي راډیوګانو محدودیتونه لا پسې سخت شوي چې د ښځو او نارینهوو د کار ساحې بېلولو او د ښځو او نارینهوو ترمنځ د مرکو د مخنیوي ترڅنګ اوس په یو شمېر ولایتونو کې حتی د ښځینه راډیويي کارکوونکو پر پاتې غړو نور هم فشارونه زیات شوي دي.
په ځینو ولایتونو کې، راډیو ګانو ته امر شوی، چې هېڅ ډول ښځینه غږ نشر نه کړي، ښځې باید له کوره کار وکړي او حتی په راډیویي خپرونو کې د نجونو او ښځو تلیفوني اړیکې بندې شي.
سربېره پر دې، د راډیو ګانو د جواز د تمدید لپاره هم چارواکي ستونزې جوړوي، په ځانګړې ډول هغه راډیوګانې د مستقیم او غیر مستقيم فشار لاندې دي چې د امتیاز څښتن یا مسؤول مدیر یې ښځینه وي ترڅو د جواز غځولو لپاره یو نارینه ځایناستی معرفي کړي.
په داسې حال کې، چې تجارتي اعلانونه د راډیوګانو اساسي عایداتي سرچینه ګڼل کېږي، خورا کم شوي او د راډیوګانو پر عایداتو مالیات زیات شوي دي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز، د راډیو نړیوالې ورځې په مناسبت، له واکمنې ادارې غواړي، چې د ازادو رسنیو ارزښت ته په کتو، پر خپلو غیرقانوني محدودیتونو له سره غور وکړي. د خبریالانو مرکز همداراز له چارواکو غواړي، چې بندي خبریالان ازاد کړي، راډیوګانو ته د بیا فعالیت اجازه ورکړي او د افغانستان د ټولنیزو رسنیو قانون سره سم د خبریالانو او رسنیو فعالیت ته درناوی او د هغوی ملاتړ وکړي.

