له ښي خوا څخه: د بیګم راډیو خبریال احمدضیاء امانیار، د ځوانانو راډیو مرستيال اسلامگل توتاخېل او د رسنیزې محتوا تولیدوونکي شرکت «پیکسل» کارکوونکي احمد نويد اصغري او مشتاق احمد حليمي
۱۴۰۴ د زمري ۹مه
کابل- د ځوانانو راډیو مرستيال اسلامگل توتاخېل او د بیګم راډیو خبریال احمدضیاء امانیار، چې شپږ میاشتې مخکې بنديان شوي وو او همداراز په کابل کې د رسنیزې محتوا تولیدوونکي شرکت «پیکسل» کارکوونکي احمد نويد اصغري او مشتاق احمد حليمي، له دوو اونیو بند وروسته له زندانه ازاد شول. د افغانستان د خبریالانو مرکز د یادو خبریالانو او رسنيزو فعالانو د ازادېدو هرکلی کوي او روښانوي چې د دوی ازادي باید له پیله نه وای سلب شوې.
په کابل کې یوې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې واخېستل شي، د افغانستان د خبریالانو مرکز ته وویل، چې د ځوانانو راډیو مرستیال اسلامگل توتاخېل او د بیګم راډیو خبریال او ویډیو ایډیټور احمدضیاء امانیار، د ۱۴۰۳ کال د سلواغې میاشتې په منځ کې له نیول کیدو وروسته، د کابل ابتدائيه محکمې له خوا د واکمنې ادارې پر وړاندې د تبلیغاتو په تور په شپږو میاشتو بند محکوم شوي وو، چې یاد حکم د استیناف محکمې له لوري هم تأیید شوی و.
هغه د ډېرو جزئیات له ورکولو پرته وویل، چې یاد خبریالان پرون له زندانه خوشې شول. توتاخېل خپل شپږ میاشتنی محکومیت د استخباراتو په ریاست ۴۰ کې تېر کړی او امانیار څلور میاشتې په یاد ریاست او دوه میاشتې په پلچرخي زندان کې تېرې کړې دي.
د بیګم راډیو دفتر د ۱۴۰۳ کال د سلواغې میاشتې په ۱۶مه، د استخباراتو رياست د کارکوونکو له لوري د اطلاعاتو او کلتور وزارت په همکارۍ وتړل شو. د اطلاعاتو او کلتور وزارت هم ویلي وو، چې بیګم راډیو د «ګڼو سرغړونو» سربېره، د یوه بهرني تلویزیون لپاره رسنیو محتوا او خپرونې تولیدولې او د یادې رسنۍ دفتر، د کار له جواز څخه د ناوړه ګټې اخیستنې او د سیاست نقض له امله تړل شوی دی.
په هماغه ورځ، د ځوانانو راډیو دفتر هم چې په وزیر اکبرخان سیمه کې یې د بیګم راډیو سره په یوه ودانۍ کې فعالیت درلود، وتړل شو. د استخباراتو کارکوونکو د یادې رسنۍ د کارکوونکو له څېړنې څخه وروسته، د دفتر کمپیوټرونه، هارډ ډیسکونه او نور اسناد ضبط کړل او د بیګم راډیو یو خبریال او د ځوانانو راډیو یو خبریال یې هم ونیول. د یادو راډیوګانو دفترونه له ۴۰ ورځو وروسته بېرته پرانیستل شول، خو یاد خبریالان له هغې وروسته هم په بند کې پاتې شول.
په کابل کې یو خبریال چې پېښه یې له نږدې تعقیب کړې، وویل، چې د دې دوو خبریالانو هویت او د محاکمې موضوع د دوی د کورنیو لپاره د امنیتي ملحوظاتو له امله نه ده علني شوې.
بیګم راډیو او ځوانانو راډیو دوه خصوصي او خپلواکې رسنۍ دي چې د دواړو مالک یو کس دی. بیګم راډیو د ۱۳۹۹ کال د کب پر ۱۸مه، چې د ښځو نړیوالې ورځې سره سمون لري ( ۲۰۲۱ د مارچ ۸)، او د طالبانو له واک ته بېرته راستنېدو پنځه میاشتې مخکې، په کابل کې تأسیس شوه. ځوانانو راډیو بیا په ۱۳۹۰ کال کې تأسیس شوې چې موخه یې د مدني پوهاوي لوړول او د خلکو او فرهنګونو تر منځ د خبرو اترو دودول بلل شوي دي.
په یوه بله پېښه کې، یوې باوري سرچینې د افغانستان د خبریالانو مرکز ته ویلي چې د پیکسل رسنيزې محتوا تولیدوونکي شرکت مسؤول مدیر احمد نوید اصغري او مشتاق احمد حلیمي د یاد شرکت کارکوونکی، چې د روان کال د چنګاښ پر ۲۴مه د استخباراتو او د امر بالمعروف ادارې له خوا په یوه ګډ اقدام کې نیول شوي وو، پرون له بنده ازاد شوي دي.
د زمري پر ۴مه، د امر بالمعروف وزارت د احمد نوید اصغري د «اعتراف» ویډیو خپره کړه او اعلان یې وکړ چې نوموړی او د هغه همکار« د سریالونو د ژباړې او دوبلې له لارې د غربي فرهنګ ترویج او له بهرنيو مغرضو رسنیو سره د همکارۍ په تور نیول شوي دي. »
تر اوسه د واکمنې ادارې چارواکو د ځوانانو راډیو او بیګم راډیو د خبریالانو د ازادېدو او همداراز د پیکسل کارکوونکو د خوشې کېدو د څرنګوالي او د دفتر او ضبط شویو وسایلو د برخلیک په اړه څه نه دي ویلي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز د بیګم راډیو او ځوانانو راډیو د خبریالانو او د رسنیزې محتوا تولیدوونکي شرکت (پیکسل) کارکوونکو له ازادېدو څخه هرکلی کوي او روښانوي، چې د هغوی نیول د هېواد د ټولنیزو رسنیو قانون خلاف و او باید له پیله نه وای سلب شوي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز له واکمنې ادارې غواړي چې د خبریالانو او رسنیزو کارکوونکو اساسي حقونو ته د درناوي ترڅنګ، پاتې خبریالان او رسنیز کارکوونکي ژر تر ژره له بند څخه ازاد کړي او اجازه ورکړي چې هغوی د هېواد د ټولنیزو رسنیو قانون سره سم له خپلو حقونو څخه ګټه واخلي او له ګواښ، فشار او د نیول کېدو له وېرې، پرته کار وکړي.
د دې مرکز د رسنیو د ازادۍ څارونکي د ثبت شویو د معلوماتو له مخې، د وروستیو نیونو په ګډون، لږ تر لږه ۱۱ خبریالان یا د رسنیو کارکوونکي اوس مهال په افغانستان کې بندیان دي یا د خپل بند موده تېروي.

