د نیونو نوې څپه؛ په هېواد کې لږ تر لږه اووه خبریالان او رسنیز فعالان نیول شوي

د نیونو نوې څپه؛ په هېواد کې لږ تر لږه اووه خبریالان او رسنیز فعالان نیول شوي

۱۴۰۴ د زمري ۶مه

کابل- په هېواد کې د تازه نیونو په لړۍ کې، په کابل او یوه ولایت کې لږ تر لږه اووه تنه خبریالان او رسنیز فعالان نیول شوي او کاري وسایل او تجهیزات یې هم ضبط شوي دي. د افغانستان د خبریالانو مرکز د رسنیو د ازادۍ د ځپلو لړۍ پر تشدید ژوره اندېښنه څرګندوي او له واکمنې ادارې غواړي چې د خبریالانو او رسنیزو فعالانو اساسي حقونو او ازاديو ته درناوی وکړي او نیول شوي کسان ژر تر ژره او له کوم قید او شرط پرته خوشې کړي.

په کابل کې یوې باخبره سرچینې د افغانستان د خبریالانو مرکز ته وویل، چې دا نیونې په تېرو درېیو اونیو کې د امر بالمعروف وزارت محتسبینو ( اخلاقي پولیسو) او د استخباراتو د کارمندانو له‌خوا په ګډه، په کابل او یوه ولایت کې ترسره شوې دي.

د سرچینې په وینا، د زمري په ۲مه، یو خبریال او دوه رسنیز فعالان د نجونو لپاره د تعلیمي کورسونو د جوړولو له امله ونیول شول او د دوی ټول کاري وسایل هم ضبط شول. یادې سرچینې وویل، چې نیول کسان د څېړنو او پوښتنو لپاره د استخباراتو ریاست ته لېږدول شوي دي.

په یوه بله پېښه کې، د زمري په لومړۍ نېټه، یو تن د کابل د کارته سه په سیمه کې د هغو بهرنیو خبري ویب‌پاڼو د ډیزاین او تخنیکي ملاتړ په تور ونیول شو، چې له هېواده بهر فعالیت لري. په کابل کې یو خبریال چې د امنیتي ستونزو له امله یې ونه غوښتل نوم یې واخیستل شي وویل، نیول شوی کس د استخباراتو بندخونې ته لېږدول شوی دی.

یو بل خبریاله هم چې د چنګاښ په ۱۶مه د هغو راپورونو د جوړولو په تور چې د واکمنې ادارې د تایید وړ نه دي د هېواد په یوه ولایت کې د استخباراتو له‌ خوا نیول شوې وه، خو له دوو ورځو له تېرولو وروسته خوشې شوې ده. دا سیمه‌يیزه خبریاله اړ شوې چې دوه تضمین ورکوونکي معرفي کړي او تعهد یې ورکړی چې د واکمنې ادارې سخت رسنیز شرایط مراعت کړي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د امنیتي اندېښنو له امله د دغو پېښو د پنځو خبریالانو او رسنیزو فعالانو هویت، د پېښو څرنګوالی او نور جزئیات نه‌ افشا کوي.

د چنګاښ په ۲۴مه، د استخباراتو او د امر بالمعروف وزارت کارکوونکو د «پېکسل» په نوم د رسنیزې محتوا د تولید شرکت دفتر ته ورننوتل او د دې شرکت د مسؤول مدیر احمد نوید اصغري او د هغه د مرستیال مشتاق احمد حلیمي د نیولو ترڅنګ یې د یاد دفتر کاري تجهیزات لکه د شرکت کمرې، کمپیوټرونه او د معلوماتو ذخیره کولو وسایل ضبط کړل.

په همدې تړاو امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر وزارت ته نږدې د «دریڅه» په نوم خپرنۍ( نشر یې)، د زمري په ۴مه د احمد نوید اصغري یو ویډیویي «اعتراف» خپور کړ. په دې ویډیو کې ویل شوي، چې اصغري او حلیمي د سریالونو د ژباړې او دوبلې له لارې د لوېدیځ کلتور د ترویج او له «مغرضو» بهرنیو رسنیو سره د همکارۍ په تور نیول شوي دي.

اصغري په دې ویډیو کې، چې معلومه نه‌ده څنګه او په کومو شرایطو کې اخیستل شوې وایي، چې دوی د ځینو داخلي او نړیوالو ادارو په مالي ملاتړ او د «دریا» اپلیکېشن او د «فضا» انلاین تلویزیون سره همکاري لرله او د ده تر مدیریت لاندې شرکت کې یو شمېر ښځې او نارینه په کار ګمارلي شوي وو او د سریالونو د دوبلې او د رسنیزو اعلانونو د مانیتور په برخه کې یې فعالیت کاوه.

د افغانستان د خبریالانو مرکز، په تازه نیونو کې د اووه تنه  خبریالانو او رسنیزو فعالانو نیول غندي او له واکمنې ادارې غواړي چې د رسنیو ازادۍ ته د درناوی ترڅنګ، چې د رسنیو او رسنیزو چارو کې ښکېلو کسانو اساسي حق دی، شپږ تازه نیول شوي خبریالان او رسنیز فعالان او نور زنداني خبریالان خوشې کړي او اجازه ورکړي چې د هېواد د ټولنیزو رسنیو د قانون سره سم له خپلو حقونو برخمن شي او په ازادانه توګه کار وکړي.

د یاد مرکز د رسنیو د ازادۍ د څارورنکي له لوري د ثبت شوو شمېرو له مخې، د تازه نیونو په ګډون، اوس مهال لږ تر لږه ۱۵ خبریالان یا رسنیز کارکوونکي په بندخونو کې دي او یاهم د بند موده تېروي.