د «خوشحال» راډیو مسؤول مدیر سلیمان راحل له زندانه ازاد شو

د «خوشحال» راډیو مسؤول مدیر سلیمان راحل له زندانه ازاد شو

۱۴۰۴ د زمري ۱۱

غزني – په غزني کې د «خوشحال» راډیو مسؤول مدیر سلیمان راحل د درې میاشتني بند له تېرولو وروسته له زندانه ازاد شو. د افغانستان د خبریالانو مرکز د نوموړي له خوشې کېدو څخه د هرکلي ترڅنګ وايي، چې د دې خبریال بنسټیز حقونه، چې د خلکو د ټولنیزو او اقتصادي ستونزو په اړه د خبرونو د خپرولو له امله ونیول شو او محاکمه شو، په جدي ډول تر پښو لاندې شوي دي.

په غزني کې یوې ځایي سرچینې د افغانستان د خبریالانو مرکز ته وویل، سلیمان راحل د پنجشنبې په ورځ د زمري میاشتې په ۹مه نېټه د شاؤخوا درې میاشتې بند له زغملو وروسته خوشې شو. سرچینې زیاته کړې چې نوموړی په یاده موده کې د غزني په مرکزي زندان کې بندي و.

د «خوشحال» راډیو مسؤول مدیر د روان کال د غبرګولي میاشتې په لومړۍ نېټه د غزني ښاري ابتدائيه محکمې له خوا، په یوه غیرعلني غونډه کې، د «امارت [د طالبانو حکومت] پر ضد تبلیغاتو» په تور، په درې میاشتې بند محکوم شو.

یو سیمه‌ییز خبریال چې موضوع یې له نږدې تعقیب کړې وویل، د غزني استخباراتو د غویي میاشتې په ۱۵مه نېټه سلیمان راحل د خپلو وروستیو فیسبوکي پوستونو له امله، چې پکې یې د خلکو د ټولنیزو ستونزو او ننګونو په اړه لکه د اقتصادي فقر زیاتوالی، لیکلي وو، ونیوه، نوموړي زیاته کړه، چې د غزني ولایت د استخباراتو مسؤولین د خلکو د ستونزو انعکاس د عامه ذهنیتونو راپارونه او د حکومت پر ضد تبلیغات ګڼي.

تر دې دمه، د واکمنې ادارې مسؤلینو، په ځانګړي ډول د غزني استخباراتو، د دې سیمه‌ییز خبریال د خوشې کېدو په اړه څه نه دي ویلي.

دا د خوشحال راډیو د کارکوونکو د نیولو او محاکمه کېدو دوهمه پېښه ده. د تېر کال په تلې میاشت کې هم د خوشحال راډیو پخوانی مسؤول مدیر حکمت آرین، د طالبانو له واکمنېدو وړاندې د طالبانو د جګړه‌ییزو د عملیاتو په اړه د یو مطلب د خپرولو له امله، ونیول شو او د غزني ابتدائيه محکمې له خوا په یوه میاشت بند محکوم شو.

د افغانستان د خبریالانو مرکز، د سلیمان راحل له خوشې کېدو څخه د هرکلی ترڅنګ روښانوي چې د نوموړي درې میاشتنۍ بند او د ازادۍ سلب، د هغه بنسټیز، مسلکي او بشري حقونه په جدي ډول تر پښو لاندې کړي دي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز له واکمنې ادارې غواړي چې د خبریالانو او رسنیزو کارکوونکو اساسي حقونو ته د درناوي ترڅنګ، پاتې خبریالان او رسنیز کارکوونکي ژر تر ژره له بند څخه ازاد کړي او اجازه ورکړي چې هغوی د هېواد د ټولنیزو رسنیو قانون سره سم له خپلو حقونو څخه ګټه واخلي او له ګواښ، فشار او د نیول کېدو له وېرې، پرته کار وکړي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د رسنیو د ازادۍ څارونکي د ثبت شویو د معلوماتو له مخې، اوس مهال لږ تر لږه ۱۰ خبریالان یا د رسنیو کارکوونکي اوس مهال په افغانستان کې بندیان دي یا د خپل بند موده تېروي.