د تلویزیون نړیواله ورځ؛ هغه کړنلارې چې په افغانستان کې یې د تلویزیونونو د کار ازادۍ مخه نیولې ده

د تلویزیون نړیواله ورځ؛ هغه کړنلارې چې په افغانستان کې یې د تلویزیونونو د کار ازادۍ مخه نیولې ده

1402 لړم 30

کابل- د افغانستان دخبریالانو مرکز نن ورځ د «تلویزیون نړیووالې ورځې» په مناسبت اعلان وکړ، چې طالبانو واک ته تر رسېدو وروسته هغه کړنلارې چې د رسنیو لپاره صادرې کړي دي، چې د هغې څخه ځینې یې په ځانګړې توګه پر تلویزیونونو ممترکزې وې او د هغې پلې کولو په هیوا کې پر رسنیو د کیمي او کیفي اړخه ویجاړونکې پایلې پرځای پریښې دي.

په ۱۹۹۶ کال د ملګرو ملتونو عمومي ناستې د نومبر 21 د «تلویزیون نړیوالې ورځې» په نوم وټاکله. له دې اقدام د ملګرو ملتونو موخه د تلویزیوني خپرونو او په ځانګړې توګه د هغو خپرونو چې د سولې، ټولنيزې او اقتصادي پراختيا او د ټولنې د کلتوري مسايلو پياوړتيا لپاره جوړيږي، تبادلې ته د هېوادونو هڅونه ده.

د ١٣٨٠ هجري لمريز کال له بدلون(2001 میلادي) او په افغانستان کې د جمهوري نظام له رامنځته کېدو وروسته په اساسي قانون کې د رسنيو ازادي په رسميت وپيژندل شوه او د ټوليزو رسنيو قانون د رسنيو کاري چوکاټ تعريف کړ او دې کار په هیواد کې د رسنيو لپاره له کیمي او کیفي اړخه د پرمختګ زمینه برابره کړه. خو دا بهیر د جمهوري نظام له ړنګېدو او د ۱۴۰۰ کال د زمري په ۲۴ مه واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته ودرېد او د تلویزیون په ګډون رسنۍ له زیاتېدونکي کاري محدودیتونو سره مخ شوې.

د افغانستان دخبریالانو مرکز د څېړنې پر بنسټ، په داسې حال کې چې طالبانو د ټولیزو رسنیو قانون په ضمني توګه تصویب کړی دی او اعلان یې کړی دی، چې په هغې کې ځینې تعدیلات راغلي دي او د توشیح لپاره کندهار ته د طالبانو رهبرۍ ته استول شوی دی؛ مګر په تېرو دوه کلونو کې طالبانو د ټولیزو رسنیو قانون سره موازي کړنلارې صادرې کړې دي، چې په عمل کې د رسنیو قانون سره سمون نه لري. د افغانستان د خبريالانو مرکز د موندنو پر بنسټ، په دې موده کې د ټولټال ١٤ کړنلارو له جملې څخه څلور يې ټلوېزيونونو ته ځانګړې شوي او پاتې نور يې په عمومي ډول ټولو رسنيو ته صادر شوې دي.

په ملي تلویزیون کې د ښځو پر کار بندیز، په تلویزیوني ډرامو د ښځو په ګډون او کار بندیز، د فلم او سریال خپرولو مخنیوي، ښځو باندې د ماسک کارول جبري کول، د ویډیو او انځوریزو مرکو بندول(هلمند) او په افغانستان کې د نړیوالو تلویزیونو د خپرونو په خپرولو بندیز له هغه صادرې شویو کړنلارو څخه دي، چې له تلویزیون سره تړلي دي.

په ورته وخت کې د 10 نورو کړنلارو له ډلې د مدني لاریونونو رسنیز پوښښ منع کول، اطلاعاتو ته د لاسرسي څرنګوالی او د خبر او راپور خپرول او د منځپانګې تولید، پر رسنیو او خبریالانو جبري کول چې طالبان د افغانستان د حکومت معرفي کړي، په رسنیو کې د موسقۍ په خپرول بندیز، په رسنیو کې د نرینه و او ښځینه و جلا والی او له نرینه وو سره د میرمنو او میرمنو سره د نرینه وو په مرکو بندیز، د طالبانو له مخالفینو او نیوکه کوونکو سره په مرکو بندیز، د سیاسي، امنیتي او ټولنیزې منځپانګې لرونکو سوداګریزو اعلانونو په خپرولو بندیز، پر طالب مسؤلینو د نیوکې کولو بندیز، له رسنیو سره پر کار بندیز«ممنوعه رسنیو» او په رسنیو کې د میرمنو د غږ په خپرولو بندیز(هلمند) د تلویزیون په فعالیت باندې په یو ډول منفي او زیان لرونکی اغیز کړی دی.

په ورته وخت کې د مظاهرو او مدني اعتراضونو د رسنیو د پوښښ د منع کولو، اطلاعاتو ته د لاسرسي او د خبرونو د خپرولو او راپور ورکولو او محتوا د تولید په ګډون ۱۰ نورې لارښوونې هم شاملې دي چې له خبریالانو او رسنیو غواړي چې طالبان د افغانستان د حکومت په توګه معرفي کړي. په رسنیو کې د موسیقۍ پر خپرولو بندیز، په رسنیو کې د نارینه او ښځو جلا کول او د ښځو او نارینه وو یا نارینه او ښځو تر منځ د مرکو بندیز، د طالبانو له مخالفانو او منتقدینو سره د مرکو بندیز، د سوداګریزو اعلانونو بندیز. د سیاسي، امنیتي او ټولنیزو منځپانګو په لرلو سره، د طالب چارواکو پر کړنو د نیوکې بندیز، له «ممنوعه رسنیو» سره پر کار کولو بندیز او په محلي رسنیو (هلمند) کې د ښځو د غږونو پر خپرولو بندیز هم د افغانستان پر خلکو ناوړه او منفي اغېز کړی دی. د تلویزیون فعالیت.

په داسې حال کې چې دغه حکمونه خبريالان او رسنۍ د ځينو کارونو له کولو منع کوي، خو د سرغړونې د پايلو په اړه يې څه نه دي ويلي. په ورته وخت کې د افغانستان خبريالانو د مرکز موندنې ښيي چې د رسنيو مسوولين او يا خبريالان،  چې دغه حکومونه يې له پامه غورځولي، ګواښل شوي او يا بنديان شوي او رسنۍ يې د فعاليت د بندولو ترڅنګ له مجازاتو سره هم مخ شوي دي.

نن د ټلویزیون د نړیوالې ورځې په مناسبت د افغانستان د خبریالانو مرکز له نړیوالې ټولنې غواړي، چې د رسنیو د کار له ازادۍ او په ځانګړي ډول د تلویزونونو له فعالیت څخه د افغانستان د ټولیزو رسنیو له قانون سره سم ملاتړ وکړي.

په ورته وخت کې د افغانستان دخبریالانو مرکز له طالبانو غواړي چې د ازادو رسنیو اهمیت ته په کتو د هغه غیري قانوني رسنیزو کړنلارو په اړه له سره غور وکړي، چې په هیواد کې د زیات شمېر رسنیو په ګډون د تلویزیونونو د تړل کېدو لامل شو  او د رسنیو د کار محدودولو لامل شوی دی. د افغانستان د خبریالانو مرکز له طالبانو غواړي، چې د افغانستان د رسنیو له قانون سره سم د رسنیو ازادۍ او کار ته درناوی ولري او له هغوی دې ملاتړ وکړي.