
۱۴۰۱ غویي ۱۲ مه
کابل- د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې په هېواد کې پر خبریالانو د بریدونو د دوام او د رسنیو پر کار د سختو بندیزونو په اړه د جدي اندېښنې په څرګندولو سره د دې وضعیت د پایلو په اړه خبرداری ورکړ.
د ملګرو ملتونو د سیاسي دفتر (یوناما) د راپور له مخې، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي مرستیالې «مټا نوډسن» نن له یو شمېر خبریالانو سره په هغه غونډه کې چې د یوناما او یونسکو له خوا په کابل کې د رسنیو د نړیوالې ازادۍ په مناسبت جوړه شوې وه، وکتل.
هغه دې ته په اشارې سره چې د افغانستان رسنیزه برخه په بې ثباته حالت کې ده او ښایي په تېرو دوو لسیزو کې دا خورا ستونزمن او ننګونکی وخت وي، د زیار ایستونکو ژورنالیستانو د هوډ او انعطاف له امله له هغوی مننه وکړه.
میرمن نوډسن وویل: «خپلواکې رسنیۍ تر برید لاندې دي. خبري شبکې بندې شوې دي، خبریالانو خپلې دندې له لاسه ورکړي، ډېری یې له هېواده وتلي، خو ډېر کسان چې په هېواد کې پاتې دي له ناڅرګند راتلونکي سره مخ دي.» هغې زیاته کړه: «هغه خبریالان چې اوس هم په ژمنتیا او سرښندنې سره کار کوي، د دوامداره ویرې او ډار سره ژوند کوي، ښځینه خبریالانې تر ټولو دروند بار په اوږو وړي.»
هغې د افغانستان د رسنیو سکتور ته ډاډ ورکړ چې یوناما په پرېکنده ډول په افغانستان کې د ازادو او خپلواکو رسنیو ترڅنګ ولاړه ده.
هغې وویل: «زه تاسو ته ډاډ درکوم چې یوناما او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو لویه کورنۍ تاسو سره د امنیت، مسلکي خپلواکۍ او د مطبوعاتو د آزادۍ په غوښتنه کې، ستاسو تر څنګ ولاړه ده. زه له مسؤلو چارواکو غواړم چې د خبریالانو د فعالیتونو لپاره مناسب چاپیریال رامنځته کړي او د هغوی د خوندیتوب تضمین وکړي. د هغو ښځو د خوندیتوب لپاره چې په رسنیو کې کار کوي، ځانګړې پاملرنه او اقدامات اړین دي.»
مېرمن نوډسن همداراز پر نړیوالې ټولنې غږ وکړ چې د افغانستان له ازادو رسنیو سره خپل ملاتړ پراخه کړي.
په دې اړه په خپره شوې خبرپاڼه کې یونسکو ویلي، چې د خبریالانو د نیول کېدو او د رسنیو پر ازادۍ د محدودیتونو د ډېرېدو په اړه اندېښنه لري او له ټولو یې غوښتي، چې د مطبوعاتو له ازادۍ او د خبریالانو له حق څخه ملاتړ وکړي، څو له وېرې ، یا د نیول کیدو له ډاره پرته خپلې دندې ترسره کړي.
د افغانستان د رسنيو د ټولنې په استازيتوب د طلوع نيوز مسوول خپلواک ساپي له ملګرو ملتونو او نړيوالې ټولنې د سمدستي ملاتړ غوښتنه وکړه. هغه له واکمنو چارواکو هم وغوښتل چې د رسنیو له ټولنې سره دې خبرې پیل کړي.
هغه وويل: «موږ د رسنيو د نوي قانون د ارایه کولو وړانديز کوو، ځکه چې د حکومت له خوا صادر شوي بېلابېل مقررات د رسنيو ستونزې نه شي هوارولی، موږ د اطلاعاتو او کلتور له وزارت څخه غوښتنه کوو چې دغو مسایلو ته رسیدګي وکړي. »
د ملګرو ملتونو ځانګړي او خپلواک راپور ورکوونکي ریچارډ بینټ (په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه) او د ملګرو ملتونو ځانګړي او خپلواک راپور ورکوونکې ایرنه خان (د نظر او بیان د ازادۍ په اړه) د اپریل په ۳۰ مه غونډې ته په یوه ګډ ویډیويي پیغام کې له چارواکو وغوښتل چې خپلواکې، ټولمنلې او مستقلې رسنۍ په رسمیت وپیژني او درناوی ورته وکړي او د فکر او بیان د آزادۍ په اړه د بشري حقونو نړیوالو سندونو ته د افغانستان له ژمنو سره سم عمل وکړي.
په داسې حال کې چې د ملګرو ملتونو ځانګړو راپور ورکونکو افغان خبریالانو ته د هغوی ژوند ته د خطر په شمول د زیاتو ننګونو او خطرونو سره سره د راپور ورکولو له امله د هغوی د زړورتیا، میړانې او هوډ د ستاینې تر څنګ، وویل: «په داسې حال کې چې مطبوعات په عمومي توګه له نویو ننګونو سره مبارزه کوي، د رسنیو پر ښځینه کار کوونکو اغېزې خورا ناوړه دي.»
هر کال د می په دریېمه د مطبوعاتو د ازادۍ نړیواله ورځ د مطبوعاتو د ازادۍ د بنسټیزو اصولو په نوم لمانځل کیږي. دا ورځ د نړۍ په کچه د مطبوعاتو د ازادۍ د ارزونې، د رسنیو په خپلواکۍ باندې د بریدونو په وړاندې د دفاع او هغو خبریالانو ته چې د دندې پر مهال یې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی، د درناوي فرصت هم دی.

