د طالبانو ضد د پوهاوي ورکړه؛ له قانون څخه د سرغړونې نیولې تر له تاوتریخوالي څخه د قباحت لرې کولو پورې

د طالبانو ضد د پوهاوي ورکړه؛ له قانون څخه د سرغړونې نیولې تر له تاوتریخوالي څخه د قباحت لرې کولو پورې

۱۳۹۵ د غبرګولي ۶

کابل: د اطلاعاتو او کلتور وزارت ځينې خصوصي تلويزوني شبکې تورنې کړي دي، چې د وېروونکو تجارتي تصويرونو په خپرولو سره د دغه هېواد د ټولنیزو رسنيو قانون تر پښو لاندې کوي.

د بي بي سي د راپور له مخې د جنګ د اور له ګرمېدلو سر سم د دولت تبليغات هم تېز او زيات شوي دي، هغه اعلانات چې ظاهراً د ناټو په مالي ملاتړ جوړېږي په افغانستان کې د تروريستي ډلو د بشپړ تور او وېروونکي انځور ښودنه کوي.

دوی د یادو اعلاناتو په لړ کې هيواد د ټولنیزو رسنيو له قانون څخه هم تيری کوي، سربېره پر دې په یادو اعلاناتو کې کوښښ شوی، چې د طالبانو له لوري د افغانانو د اعدام د صحنو په انځورونو وښودل شي. په دغو انځورونو کې يوه مشهور صحنه چې يوه څادري اغوستونکې ميرمن د کابل په غازي لوبغالي کې اعداميږي ښودل کېږي.

په خلکو باندې يې منفي تاثيرات

د کارپوهانو له نظره د ماشومانو په وضعيت باندې ددغه اعلاناتو منفي اغېز د اندېښنې وړ دی. دغه اعلانات داسې انځورونه هم لري چې د لوی عمر لرونکو وګړو باندې هم بد اغېز کوي. هغه اعلانات چې د وسله والو ډلو په وړاندې د تبليغ لپاره خپريږي ټاکلی وخت نه لري، ولې په ساعتونو کې څو وارې خپرېږي.

دغه ډول ډېری وخت اعلانات د نورو اعلاناتو تر څنګ د سريالونو په منځ کې خپرېږي چې معمولاً د کورنۍ غړي یې هم ګوري. کارپوهان اندېښنه ښايي چې په دې وخت کې د لويو خلکو ترڅنګ کوچنيان هم دغه انځورونه ګوري.

ډېری وګړو ددغه ډول اعلاناتو په ليدلو ستونزې پيدا کړي، د کابل پوهنتون زده کړياله زرمينه وايي:« په دې تصويرونو کې وينه ښودل کېږي، د انسانانو غوښې ښودل کېږي، مړي ښودل کېږي.

هغه زياتوي «دغه اعلانات واقعاً د خلکو په روح او روان باندې اغېز لري، په ځانګړي ډول زه چې دغه انځورونه ګورم په روحيه مې ډېر تاثير غورځوي. کله چې د شپې دغه تصويرونه ګورم، بيا چې ويده شم ذهن مې مغشوش کېږي او ډاريږم.»

هغه افغانستان هغه خاوره ده چې په هغې کې ژوند او جګړه يوځای جريان لري. مرګ هم د افغانانو ژوند تهديدوي. ډير وګړي چې له کوره وځي کورته د بېرته راتلو قطعي هيله نه لري. لارې هر وخت د لويو او کوچينو انفجارونو شاهدانې وي او په افغانستان کې به ډېر کم داسې چوکونه وي چې د انفجار داغ ونه لري.

د غوسې حس

هغه کسان چې دغه ډول صحنو ځپلي دي ښايي هېڅ وخت يې له ياده ونه وځي. د پوهنتون استاد جعفر احمدي وايي د شورشيانو د سخت زړه توب په اړه په تلويزوني اعلاناتو کې له دغه ډول صحنو څخه ګټه اخستنه دوه منفي پېغامونه لري. « يو يې دا دی چې له عاطفي او رواني اړه په وګړو باندې اغېز لري.»

ښاغلي احمدي د دغه ډول انځورونو د خپرولو رواني اغېز په اړه وايي، هغه وګړي چې دغه فلمونه ګوري د روحي او رواني اختلالاتو باندې اخته کېږي چې له علمي اړخه ورته له پېښې وروسته سټرس يا د فشار ګډوډي وايي. د ښاغلي احمدي په وينا په وګړو کې د دغه ډول فشار نښې په لاندې ډول دي:

۱- د ورته صحنو تکرار ليدنه ممکن په افرادو کې سخت حالت رامنځته کړي او په خوب کې په ګډوډيو باندې اخته شي.

۲- زنګ ته دغوږ نيولو حالت، په دې معنی داسې تصور کوي چې هره شېبه ممکنه ده دا پېښه بيا ځل رامنځته شي.

۳- له هر هغه ځای او حالت څخه چې هغه حادثه يې په ياد راوړي ځان لري ساتي.

د ښاغلي احمدي په وينا د دغه ډول صحنو بیا بیا ليدل په کتونکو کې د غوسې حس پیاوړی کوي او دغه حس کيدای شي د نورو په مقابل کې هم استعمال کړي او يا ځان وژنه وکړي.

تند خويي

د دغه ډول انځورونو يو عمده پېغام دا دی چې په هغه کې تند خويي کېږي. ښاغلی احمدي وايي «کله چې دغه ډول فلمونه خپرېږي، دغه حالت به خلکو کې رامنځته کېږي. کله چې يو شخص بیا بيا دغه فلمونه ګيري د ترحم او زړه سوی هغه حالت چې وګړی يې ددغه مسايلو په اړه لري، ښايی له منځه لاړ شي.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت مقام وايي چې د دغه اعلاناتو له ژورو رواني اغیزو خبر دي. د یاد وزارت وياند هارون حکيمي وايي چې د ټولنیزو رسنیو قانون اتمه فقره او پنځه څلوېښتمه ماده د دغه ډول اعلاناتو خپرول منع کړي دي. هغه وايي ورته اعلاناتو غیر قانوني توب د رسنيو او جوړونکو لپاره غوږ وهونکې ده.

ښاغلي حکيمي وويل: « کوم اعلانات چې د حکومت، ناټو او يا بل ادرس څخه رسنيو ته لېږل شوي دي، په ځينو مواردو کې داسې انځورونه په کې وي، د دې پر ځای چې د تروريستانو او تروريزم خلاف ذهنت جوړونه وکړي، د خلکو ذهنونه متضرره کوي.»

د اطلاعاتو او کلتور وزارت وياند زياتوي.« څو ادرسونو ته چې دغه ډول اعلانات او فيلمونه جوړوي ويل شوي او له نېکه مرغه هغوی موافقت کړی دی [نور به يي له تلويزونونو نه خپروي.]

د افغانستان تلويزونونو او راډيوګانو ټولنه وايي تر اوسه په سياسي خپرونو کې غړي نه لري. د یادې ټولنې رئيس عزيزالله اورال وايي، چې د هر هغه څه له خپرولو چې ټولنې ته زيان رسوي بايد مخنيوی وشي.

هغه اعلانات چې په وروستيو مياشتو کې د ځينو تلويزونونو څخه خپرېږي، موخه يې په افغانستان کې طالبان او يا نورې وسله والې ډلې دي. دغه اعلانات له افغان ځواکونو سره د خلکو له همکارۍ نيولې تر یاد تاوتريخوالي او بدو کړونو پورې رانغاړي.

مخکې د تبليغاتو عمده برخه له جګړې او وسله والو لاس اخيستل او له ټولنې سره يو ځای کېدل وي. مګر اوس کوښښ کېږي چې د دغې ډلې ناوړه او له تاوتريخوالي ډک انځورونه ارايه کړي او افغان سرتېري د شورشيانو سروهونکي او هېواد ته سوله راوړونکي وپېژندل شي.