
۱۴۰۱ تلې ۱۸
کابل- د ژوندون راډيو پخواني خبريال زرخان همدرد، چې په عرفان الله عرفان مشهور دی، کورنۍ وايي له څو مياشتو بې خبرۍ وروسته خبر شول چې هغه درې نيمې مياشتې وړاندې په ترکيه کې مړ شوی دی.
د زرخان ورو بلال د افغانستان خبریالانو مرکز ته وویل:« ورور مې اووه میاشتې وړاندې په قانوني ډول ایران ته تللی و او غوښتل يې، چې له هغه ځایه په قاچاقي توګه ترکیې او بیا اروپا ته لاړ شي؛ مګر ایران ته له سفر څه وخت وروسته ورک شو او موږ ونه توانیدو چې له هغه سره اړیکه ونیسو.» هغه زیاته کړه:«موږ په دې وروستیو کې د ځینو ملګرو له لارې خبر شو چې زرخان شاوخوا درې نیمې میاشتې وړاندې د ایران له پولې ترکیې ته په قاچاقي لار د وان په سیمه کې له پېښې سره مخ شوی و او خپل ژوند یې له لاسه ورکړی دی.»
بلال زياته کړه: «د لومړنيو معلوماتو له مخې، د ترکيې پوليسو زما د ورور مړى شاوخوا ١٥ ورځې ساتلى و او بيا يې ښخ کړى و؛ خو تر اوسه د پېښې کره ډول نه دى معلوم.»
د زرخان همدرد ورور وويل:«زموږ کورنۍ ډېره اندېښمنه ده، موږ غواړو چې د زرخان جسد افغانستان ته راوړو او په خپل پلرني ټاټوبي کې يې خاورو ته وسپارو. موږ د ترکیې او ایران له حکومتونو څخه غواړو چې په دې برخه کې له موږ سره همکاري وکړي».
د ژوندون د سیاسي خپرونو پخوانی ویاند او د زرخان همکار فضل الرحمن سیرت وايي، زرخان شاوخوا ۲۵ کاله عمر درلود او د لغمان په الینګار ولسوالۍ کې اوسېده. هغه وويل، دغه ځوان خبريال د تېر کال په نيمايي کې د جمهوري نظام له ړنګېدو او په هېواد کې د اسلامي امارت د واکمنۍ له پيلېدو وروسته د رامنځته شويو کاري ستونزو له امله خپله دنده له لاسه ورکړه او يو څه وخت وروسته له افغانستانه ووت.
د ژوندون راډيو-ټلويزيون اداري مدير ضياء الرحمن ضياء د افغانستان د خبريالانو مرکز ته وويل، چې زرخان په کابل کې په يوه خصوصي انستيتوت کې د ژورناليزم زده کړې کړې وې. ضياء زياته کړه چې زرخان د ١٣٩٨ لمريز کال د زمري له ١١مې تر ١٤٠٠ لمريز کال پورې په کابل کې د ژوندون راډيو د راپور ورکونکي او خبريال په توګه کار کړى دى.
د ۱۴۰۰ لمریز کال د اسد په ۲۴ مه د جمهوري نظام له ړنګېدو وروسته، په هېواد کې د ۶۰۰ فعالو رسنیو په ځانګړې توګه راډیوګانو، ټلویزیونونو او چاپي خپرونو له نيمايي څخه ډېر يې د اقتصادي ستونزو او د «اسلامي امارت» له خوا د لګول شویو محدودیتونو له امله وتړل شوې او سلګونه خبریالان او د رسنیو کارکوونکي له افغانستانه وتلي دي.
د افغانستان د خبريالانو مرکز د عرفان الله همدرد له کورنۍ او خپلوانو سره د خواخوږۍ د څرګندولو په ترڅ کې له «اسلامي امارت» څخه غوښتنه کوي، چې د ټوليزو رسنیو د قانون په پلې کولو سره چې دوی تاييد کړی دی، د رسنیو په برخه کې شته محدودیتونه او سرغړونې لرې کړي، چې نه يوازې د رسنیو تجربه لرونکی او کاري ځواک له هېواده وتلو ته اړ نه شي؛ بلکې په هېواد کې د نورو خبریالانو د ازادو او بې پرې فعالیتونو زمینه هم برابره شي.

