نامعلومو کسانو په کابل کې د راہ فردا تلویزیون خبریال رضا شهیر وهلی دی

۱۴۰۱ غبرګولي ۱۴

کابل- په کابل کې د راہ فردا راډیو-ټلویزیون خبریال رضا شهیر تېره شپه د «اسلامي امارت» ځواکونو یوې امنیتي پوستې ته څېرمه ووهل شو او بریدګرو د هغه موبايل او پيسې ترې وړې دي.

د راہ فردا راډيو-تلويزيون يوې سرچينې د افغانستان د خبريالانو مرکز ته وويل، چې دا پېښه تېره شپه د اتلسمې امنيتي حوزې اړوند د «دوازده امام ښارګوټي» کې هغه مهال رامنځته شوه چې رضا شهير کور ته د ستنېدو په حال کې و.

د هغه په ​​وينا، د دغه خبريال تر وهلو ټکولو وروسته نامعلومو کسانو د هغه موبايل او پيسې له ځان سره وړي دي.

تر اوسه د اسلامي امارت چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د دغې پېښې په رامنځته کېدو د خواشینۍ په څرګندولو سره د اسلامي امارت له مسوولینو څخه غواړي چې د دغې پېښې څرنګوالی چې امنیتي پوستې ته څېرمه رامنځته شوې په جدي او شفاف ډول وڅېړي او د خپلو څېړنو پایلې د رسنیو سره شریکې کړي.