
۱۴۰۱ زمري ۴
کابل- د راه فردا ټلویزیون ټرانسمیټر چې په کابل کې یې د عادي انتن له لارې دغه تلویزیون ته د لاسرسي زمینه برابره کړې وه، د «اسلامي امارت» له لوري غیرفعاله شوې او اوس مهال د دغه تلویزیون خپرونې یوازې د سپوږمکۍ له لارې د لاسرسي وړ دي.
د راہ فردا راډيو او تلويزيون مسؤل مدير محمد صابر عرفاني د افغانستان د خبريالانو مرکز ته وويل، چې له يوې مياشتې راهيسې د کابل په «تلویزیون تپه» کې د راه فردا تلویزیون ځمکنی ټرانسمیټر د اسلامي امارت په امر کار بند کړی دی. د هغه په وينا د راه فردا تلویزیون د ځمکني لېږدونکي(ټرانسمیټر) له پرې کیدو وروسته نور په کابل کې مخاطبان د عادي انتن له لارې دغې رسنۍ ته لاسرسی نه لري؛ مګر د هیواد په داخل او بهر کې مخاطبانو ته د سپوږمکۍ له لارې دې رسنۍ ته د لاسرسي زمینه برابره ده.
د عرفاني په وينا، د اماراتو چارواکو د دې کار لامل د راه فردا تلویزیون مالیاتي پور ښودلی دی او ویلي یې دي چې دغه رسنۍ باید مخابراتو وزارت ته د فریکونسۍ له درک شاوخوا دوه میلونه افغانۍ مالیه ورکړي؛ خو د راه فردا مسوول مدير وایي، چې د دې پيسو نيمايي يې په تېرو څو کلونو کې د فریکونسي د ماليې د نه ورکړې او پاتې نيمايي يې د هغې په ورکولو کې د ځنډ له امله جریمه ده. هغه وويل چې په کابل کې يو شمېر نورې رسنۍ هم له ورته ستونزې سره مخ دي.
په یوه بله پیښه کې د راہ فردا تلویزیون اداره خبر ورکوي؛ چې د کابل ښاروالۍ له خوا د دغې رسنۍ د ودانۍ اصلي دروازه مهر لاک او تړل شوې ده. عرفاني وويل، چې د ښاروالۍ مسوولينو د روان کال د ښار د پاکوالي په نوم څه باندې ١٢٠ زره افغانۍ د راه فردا تلويزيون لپاره ټاکلې دي، چې د پخوا په پرتله پنځه برابره زياتې دي. د راه فردا مسوول مدير زياته کړه، چې د ښاروالۍ مسوولينو له مخکينۍ خبرتيا پرته د تلويزيون د ودانۍ اصلي دروازه تړلې؛ خو کارکوونکي يې د يوې فرعي لارې تګ راتګ کوي.هغه په ورته وخت کې وويل، چې د تلويزيون اداره له ښاري برېښنا د ګټې اخیستنې له امله تر فشار لاندې وه او د برېښنا شرکت ګواښ کړی و چې دا رسنۍ باید له ښاري برېښنا ګټه وا نه خلي.
د راہ فردا راډيو او تلويزيون مسوول مدير وايي، دا کړنه په دې رسنۍ د فشار له مخې ترسره شوې او انګېزه یې د عادي مالي مسایلو پورته ده.
عرفاني وویل د راه فردا تلویزیون اداره د چارو له مسؤلینو غواړي چې د دې رسنۍ اقتصادي ستونزو ته په کتو، د فریکونسي مالیې جریمه لغوه کړي او په قسط وار ډول د هغې د ورکړې زمېنه برابره کړي.
د راه فردا راډیو تلویزیون شبکه د افغانستان حزب اسلامي د مشر محمد محقق پورې تړاو لري، چې د ۱۳۸۶ کال د کب په میاشت کې په کابل جوړه او په رسمي ډول یې کار پېل کړل. محمد محقق په اوس وخت کې له هیواده بهر ژوند کوي. محمد محقق د اسلامي امارت له مخالفینو او نیوکه کوونکو څخه دی. هغه تازه د اسلامي امارت ځواکونه په بلخاب، پنجشیر او بغلان کې په جنګي جرمونو تورن کړي دي.
تر دې وړاندې د جمهوري ریاست په دوره کې (۱۴۰۰زمري۲۴) د رسنیو مسوولینو په وار وار د فریکونسي مالیې د جریمې په اړه اعتراض کړی و او د هغې د لغوه کیدو او نورو ستونزو ته د رسیدو ترڅنګ په ښاري بیه د رسنیو د برېښنا بیل د محاسبې غوښتونکي شوي و؛ خو د امارت په دوره کې د رسنیو لپاره د کار د محدودیتونو د زیاتوالي ترڅنګ، د مالیاتو په برخه کې ستونزې او د دوی د بریښنا رسولو ستونزې لا پسې زیاتې شوې دي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز له «اسلامي امارت» څخه غواړي چې د سوداګریزو اعلانونو د چټک کمښت له امله، چې د رسنیو د لګښتونو د تمویل اصلي سرچینه ده او د رسنیو جدي اقتصادي ستونزو او پر رسنیو د فریکونسۍ د مالیې او نورو مالیاتو له امله پر رسنیو لګول شوې جریمه لغوه کړي او رسنیو ته دې وخت ورکړي چې په قسطوار ډول خپلې پیسې ورکړي او په ورته وخت کې د رسنیو برېښنا او صفایي ستونزو ته رسیدګي وکړي.
.

