افغاني اصله امریکا یي خبریال علي لطیفي چې په کابل کې نیول شوی و خوشې شو

۱۴۰۲ غوي ۲۹

کابل- افغاني اصله امریکایي خبریال علي لطیفي، چې وړمه شپه په کابل کې نیول شوی و، خوشې شوی دی. د افغانستان خبریالانو مرکز د دې خبریال له خوشې کولو د هرکلي ترڅنګ وایي، چې د هغې نیول د قانون خلاف و او باید خپلواکي یې ترې نه وی اخیستل شوی.

علي لطیفي په یو ټویټ کې ویلي دي چې« هغه د ناسم پوهاوي» له امله نیول شوی دی. لطیفي لیکلي دي:« [سوء تفاهم] په ښه ډول له منځه تللی دی او له ما سره مناسب چلند شوی دی.»

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ نن له ماسپښین وروسته په یوه ټویټ کې ویلي، چې دغه خبریال تېره شپه د یو «مشکوک عمل» پر بنسټ نیول شوی او تر څېړنې لاندې دی.

د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني ورور حشمت غني  احمدزي په یو ټویټ کې ویلي دي، چې لطیفي د هغه مېلمه و او د هغه له کور څخه تر وتلو درې ساعته وروسته د کابل په شپږمه امنیتي حوزه کې د امارت اړوند ځواکونو نیولی دی.د احمدزي په وینا، دا خبریال د «الکولي مشروباتو د څښلو د ناسم تور» په اساس نیول شوی دی.

علي لطیفي په کابل کې مېشت د یوه ازاد خبریال په توګه د الجزیرې تلویزیون، سي‌ ان ان، نیویارک ټایمز، دویچه ویله او فارن پالیسي په ګډون له یو شمېر نړیوالو رسنیو سره کار کړی دی.

د افغانستان دخبريالانو مرکز د علي لطيفي پر خوشي کېدو خوښي څرګندوي او وايي، چې د هغه نیونه د قانون خلاف وه او بايد خپلواکي یې ترې نه وی اخیستل شوی.

دا خپلواک خبریال په داسې وخت کې نیول کېږي، چې تیره میاشت د امارت د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خبریالانو او رسنیو اړوند چارو ته د رسېدنې لپاره په هیواد کې د رسنیزو شکایتونو او سرغړونو د څېړلو کمېسیون طرحه اعلان کړه. د دغه طرحې پر بنسټ، هېڅ بله اداره د رسنيو او خبريالانو په چارو کې د لاسوهنې حق نه لري.

د افغانستان د خبريالانو مرکز په ۱۴۰۱ کال کې، لږ تر لږه ۲۳۷ د رسنيو او خبريالانو د ازادۍ د نقض پېښې چې په کې ۹۴ يې د خبريالانو د نيولو دي، ثبت کړي دي، چې لږ تر لږه يې د نيونو په اړه د رسنيزو سرغړونو او شکايتونو ته د رسېدنې کميسيون له لارې يې د څارنې قانوني پروسه هم نه ده ترسره شوې.