
۱۴۰۱ لړم ۱۰
کابل- د کابل نیوز خصوصي تلویزیون فعالیت چې «سیاسي فشارونه» او « مالي ستونزې» یې دلایل ښودل شوي، پای ته ورسید.
کابل نیوز ټلویزیون شاوخوا لس کاله وړاندې د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دفتر د رییس کریم خرم له خوا پرانیستل شو. کابل نیوز تر ډیره د هیواد د خبري پیښو په پوښښ او د سیاسي خپرونو په چمتو کولو تمرکز درلود او یو له ډیرو لیدونکو رسنیو څخه شمیرل کیده. حامد کرزی دا مهال په کابل کې ژوند کوي، خو د باخبرو سرچینو په وینا د اسلامي امارت تر فشار لاندې دی او له هېواده د وتلو اجازه نه ورکول کېږي.
د افغانستان د خبریالانو د مرکز د معلوماتو له مخې، دغه رسنۍ د سیاسي فشارونو او د ځینو امنیتي بنسټونو په ځانګړې توګه د «اسلامي امارت» د استخباراتو د ادارې د مداخلې او همدارنګه د مالي ستونزو له امله خپل فعالیت بند کړی؛ خو امکان لري چې د ټولنیزو رسنیو له ډلې په فیسبوک او ټویټر کې فعالیت ته دوام ورکړي.
دغه تلویزیون ته یوې نږدې سرچینې د افغانستان د خبریالانو مرکز ته وویل چې کابل نیوز په وروستیو میاشتو کې د کابل له سقوط او همدارنګه د جمهوري ریاست له سقوط او د اسلامي امارت له منځته راتګ وروسته (۱۴۰۰زمري ۲۴) له فشارونو او ګواښونو سره مخامخ و. د هغه په وینا، د کابل نیوز فیسبوک پاڼه د رژیم له نسکوریدو مخکې هیک شوې وه او د امارت په دوره کې د دغې رسنۍ ټویټر پاڼې ته هم ورته ستونزه رامنځ ته شوې وه.
د ۱۴۰۰ کال د زمري په ۱۴ د وروستي بدلون او د جمهوري نظام له پرځېدو وروسته ډیری رسنۍ له فعالیت پاتې شوې. د افغانستان د خبریالانو مرکز د معلوماتو له مخې په هیواد کې د ۶۰۰ فعالو رسنیو له نیمایي زیاتې (ډیری راډیو ګانې او تلویزیونونه) د اسلامي امارت د وروستي کال واکمنۍ پرمهال د اقتصادي ستونزو او د اسلامي امارت له لورې د لګول شویو محدودیتونو له امله تړل شوي او سلګونه خبریالانو او د رسنیو کار کوونکو هیواد پرېښې او یا بې دندې شوي دي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز د کابل نیوز ټلویزیون د تړل کېدو په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره، د دغه بهیر د دوام او د ازادو رسنیو د لا محدودیت او د هېواد د رسنیو د ټولنې د کوچنۍ کېدو په اړه سخت اندېښمن دی. د افغانستان خبریالانو مرکز له اسلامي امارت نه غواړي چې پر رسنیز کار د لګولو شوو محدودیتونو په لرې کولو سره دې اجازه ورکړي، چې خپلواکې رسنۍ له ویرې او د ګواښ او فشار څخه خالي فضا کې کار وکړي او اطلاع رسونې په برخه کې خپل مسلکي کار ته دوام ورکړي.

