د هشت صبح او زاويې وېبپاڼو بندولو په اړه د مخابراتو وزارت اقدام د ټوليزو رسنیو د قانون خلاف کار دی

۱۴۰۱ تلې ۱۱

کابل- د افغانستان د خبریالانو مرکز د «هشت صبح» ورځپاڼې او همدارنګه د «زاویه» خبري سایټ د بندولو په اړه د «اسلامي امارت» د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت اقدام د ټوليزو رسنیو له قانون څخه سرغړونه بولي او دا کار د آزادو رسنیو په وړاندې د محدودیتونو د ډېرولو هڅه ګڼي.

د هشت صبح ورځپاڼې نن سهار په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ، چې د دغې ورځپاڼې انټرنېټي ډومین چې له څو ساعتونو راهیسې غیر فعال و، د مخابراتو وزارت له خوا ځنډول شوی دی. په خبر کې راغلي دي: «د web.af شرکت یو کارکوونکي چې د افغانستان لپاره د انټرنیټي ډومین خدمتونو د وړاندې کولو مسوولیت په غاړه لري ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي چې د مخابراتو وزارت له خوا د سیاسي دلایلو له مخې د ۸صبح ورځپاڼې انټرنیټي ډومین ځنډول شوی دی.»

 

په ورته وخت کې زاويه خبري ویبپاڼې نن اعلان وکړ، چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت دغه انلاین رسنۍ تړلې ده. زوايه دغه کړنه د بيان د ازادۍ خلاف وبلله او زياته يې کړه چې تل يې هڅه کړې چې د خلکو غږ انعکاس کړي.

د هشت صبح خبر پاڼې پر بنسټ، دغه ورځپاڼه له ۱۵ کلونو راهیسې د 8am.af انټرنیټي ډومین څخه کار اخلي. هشت صبح وایي لوستونکي کولی شي له دې وروسته د «8am.media» ادرس ته په مراجعه کولو سره دې خپرونې ته په آنلاین ډول لاسرسی ومومي.

د ۱۴۰۰ لمریز کال د اسد په ۲۴ مه د جمهوري نظام له ړنګېدو وروسته، په هېواد کې د ۶۰۰ فعالو رسنیو په ځانګړې توګه راډیوګانو، ټلویزیونونو او چاپي خپرونو له نيمايي څخه ډېر يې د اقتصادي ستونزو او د «اسلامي امارت» له خوا د لګول شویو محدودیتونو له امله وتړل شوې او سلګونه خبریالان او د رسنیو کارکوونکي له افغانستانه وتلي دي. له دې بدلون وروسته د هشت صبح ورځپاڼې د دغې رسنۍ چاپي بڼه پای ته ورسوله؛ خو د انټرنېټ د وېبپاڼې او ټولنيزو شبکو له لارې يې فعاليت دوام لري.

د «اسلامي امارت» د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د هشت صبح او زاویه انټرنټي ډومینونو بندیدل تایید کړي دي. د دغه وزارت ویاند عنایت الله الکوزي په یوه ټویټ کې دغه دوه رسنۍ د «اسلامي امارت» د رهبرۍ پر ضد د ناسمو تورونو او د ناسمو خبرونو په خپرولو تورنې کړې او ویلي یې دي چې د همدې پر بنسټ يې د دواړو ويب پاڼو د (ډومين) د تړلو پرېکړه کړې ده.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د «اسلامي امارت» د مخابراتو او ټکنالوژۍ وزارت دغه اقدام د ټوليزو رسنیو د قانون خلاف عمل او په هېواد کې د ازادو او انتقادي رسنیو پر وړاندې د محدودیتونو د سختېدو نښه بولي.

د ټولیزو رسنیو د قانون په څلورمه ماده کې راغلي دي، چې هیڅ حقیقي یا حکمي شخص نه شي کولی د خپلواکو رسنیو خبري یا معلوماتي فعالیت، بند، تحریم، سانسور یا محدود کړي او یا په بله بڼه د ټولیزو او معلوماتي رسنیو په چارو کې مداخله وکړي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د «اسلامي امارت» له لوري د تائید شوي ټولیزو رسنیو قانون پر تطبیق د ټینګار په ترڅ کې د امارت له چارواکو غواړي، چې پر دغه پرېکړې د بیا کتنې تر څنګ، د رسنیو شکایتونو او سرغړونې ته د رسېدنې کمیسیون له لارې د خبریالانو او رسنیو پر وړاندې د شکایتونو د څېړلو زمینه برابره کړي.

د ټوليزو رسنیو د قانون د ۴۴ مادې پر بنسټ، د شکایتونو او سرغړونو د څېړنې کمېسیون د خبریالانو او رسنیو شکایتونو او سرغړونو ته رسېدنه کوي او سرغړونکی د شرایطو، سپارښتنې، اخطار او یا هم د عدلي تعقیب له مخې اړوندو چارواکو ته معرفي کوي.