د «راه فردا» خصوصي راډیو او تلویزیون کاري جواز وځنډول شو

د «راه فردا» خصوصي راډیو او تلویزیون کاري جواز وځنډول شو

۱۴۰۴ د‌ غویي ۹

کابل – د واکمنې ادارې د اطلاعاتو او کلتور وزارت اعلان کړی چې په کابل کې د «راه فردا» خصوصي راډیو او تلویزیون کاري جواز د معاش نه‌ورکولو په اړه د دې رسنۍ د کارکوونکو له شکایت وروسته، ځنډول شوی دی.

یاد وزارت نن په اکس (پخواني توېټر) کې په خپره شوې اعلامیه کې څرګنده کړې چې د رسنیزو شکایتونو او سرغړونو ته د رسېدنې کمېسیون، د کارکوونکو د معاش نه ورکولو او له هغوی سره د کواښیز چلند له امله د یاد تلویزیون د کارکوونکو له لوري له پرله‌پسې شکایتونو وروسته یې د دې رسنۍ مسؤولین کمېسیون ته احضار کړل.
په اعلامیه کې ویل شوي چې یادو شکایتونو ته د راه فردا راډیو او تلویزیون مسؤولینو د بې‌پامۍ له امله یې د دې رسنۍ دوسیه محکمې ته واستوله او د کاري جواز د ځنډولو حکم یې صادر کړ. په اعلامیه کې د پېښې د دقیقې نېټې او نورو جزییاتو یادونه نه ده شوې.
د راه فردا راډیو او تلویزیون، چې د امتیاز څښتن یې د افغانستان د خلکو د اسلامي وحدت ګوند مشر محمد محقق دی، په ۱۳۸۵ لمریز کال کې په کابل کې تأسیس او رسماً یې په فعالیت پیل وکړ.
په دې رسنۍ کې یوې باخبره سرچینې د افغانستان د خبریالانو له مرکز سره په خبرو کې تایید کړې چې د راه فردا راډیو او تلویزیون کاري جواز د کارکوونکو د شکایتونو او د معاشونو د نه‌ورکولو له امله ځنډول شوی دی.
د سرچینې په وینا، د دې رسنۍ د امتیاز څښتن د دې راډیو او تلویزیون مسؤول مدیر او سرپرست له دندو ګوښه کړي او بل څوک یې پر ځای ټاکلی دی.
تر اوسه محمد محقق یا نوی ټاکل شوي سرپرست د دې موضوع په اړه څه نه‌دي ویلي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د خپلو حقونو او کاري ښېګڼو د تعقیب په برخه کې د شکایت‌کوونکو څخه د ملاتړ ترڅنګ د دې رسنۍ د فعالیت ځنډول قانوني نه‌بولې او د واکمنې ادارې له اطلاعاتو او کلتور وزارت څخه غواړي چې د کاري جواز د ځنډولو حکم لغوه کړي او یاد شکایت ته داسې رسېدنه وکړي چې د کارکوونکو قانوني حقونه خوندي شي او دا رسنۍ وکولای شي د هېواد د ټولنیزو رسنیو د قانون پر بنسټ خپل فعالیت ته دوام ورکړي.