د فیسبوک کارونې له امله د خبریال ویستل، د افغانستان د قانون خلاف او غیري قانوني کار دی.

د فیسبوک کارونې له امله د خبریال ویستل، د افغانستان د قانون خلاف او غیري قانوني کار دی.

كابل،‌ ١٠ اسد ٩٢

کابل کې د یک شخصي تلویزیون خبریال روح الله ارمان د دې تلویزیون د یو مسوول ممنوع الخروج او نېونې په اړه لیکل شوي مطلب خوښولو(لایک) کولو له امله له دندې ګوښه کړی دی.

د افغانستان خبریالانو مرکز ته روح الله ارمان وویل چې د هغه د لرې کولو امر د اسد میاشتې په ۸ مه نېټه سه شنبې په ورځ له غرمې وروسته د دې تلویزیون د عامل پلاوي رئیس ولمرز له لورې صادر شوی

هغې وویل:« له کار ختمېدو وروسته هغه وخت چې غوښتل مې له دفتره بهر شم؛ د خبر او سیاسي خپرونو مدیرانو مجاهد اندرابي او عبدالله خنجاني له لورې د عامل پلاوي رئیس ښاغلي اندي ولمرز دفتر ته وبلل شوم او کله چې د رئیس دفتر ته داخل شوم او کېناستو؛ مانیټور کمپیوټر زما خواته را تاو کړ او لکه څرنګه چې انګلسي ژبې سره اشنایي نه یم او علاقه ورسره نه لرم خو پوهېږم چې وې ویل: دا پاڼه تاسې پوره اړه لري او مطلب تاسو خوښ کړی دی ...؟ وه مې ویل هو.»

ازمان زیاته کړه که څه هم چې د ولمرز ژبه یې په سم ډول نه شوه درک کولی خو همدومره پوه شوم چې وې وویل «چې ته له همدا اوسه له دندې ګوښه یې.»

د دې خبریال په وینا، چې هغې یواځې د فیسبوک د یو ملګري په وال باندې هغه مطلب خوښ کړی چې له افغانستانه د اندري ولمرز او د کابل هوایي میدان پولیسو له لورې د هغه نیول کېدو په اړه وو.

د هیواد ډله ییزو رسنیو قانون څلوېښتمې او پنځوسمې ماده کې راغلي چې هغه اوزار، اثار او مطلبونه چې د حقیقي او حکمي شخص حثیت ته زیان رسوي منع دي مګر هغه مطلب چې د بل چا له لخوا لیکل شوی وي د یو شخص له لورې د هغې خوښول ( لایک) کول، الزاما د هغه مطلب د یاد په مانا نه دی؛ لکه څرنګه چې روح د خپل فیسبوک پر پاڼه لیکلي دي:« ما د کوم شخص او یا دارې سره خیانت نه دی کړی او تر دې چې یو لفظ مې هم نه دی ویلی؛ یواځې مې خوښ (لایک) کړی دی .... او دا زما حق دی»!

د افغانستان خبریالانو مرکز دا ګوښه کونه غیري قانوني ګڼي او د یک تلویزیون ادارې څخه غوښتنه کوي چې د هغه قضیې په اړه چې د یک تلویزیون د عامل پلاوي رئیس د ممنوع الخروج کېدو او د کابل هوایي مېدان کې د پولیسو له لورې د نېونې په اړه په رسمي توګه معلومات خلکو ته ورسوي.