له افغانستانه د نیویارک ټایمز خبریال ویستل د قانون څخه ښکاره سرغړونه ده

کابل ۳۰ زمری ۱۳۹۳

 د افغانستان خبریالانو مرکز، له هیواد د نیویارک ټایمز ورځپاڼې خبریال شړل، د رسنیو قانون سر په ټکر او د اطلاع رسونې سره په ټکر کې ګڼي او د هغې غندنه کوي.

د افغانستان لویې څارنوالۍ لیک چې تېره ورځ ماتیو روزنبرګ ته ورکړل شو، هغه د وتلو امر څخه خبر کړو.

په دې لېک کې روزنبرګ ته ۲۴ ساعته وخت ورکړل شوی و چې افغانستان پرېږدي او بیا هیڅ کله هم نشې کولی هیواد ته ستون شي.

په هغه مقاله کې چې دوه ورځې مخکې د ماتیو روزنبرګ له لورې په نیویارک ټایمز کې چاپ شوه، هغې د یوشمېر دولتي سرچېنو په حواله چې نومونه یې نه و یاد شوي ویلي د افغان حکومت یو شمیر لوړ پوړي چارواکي د ټاکنیز بن بسټ ختمولو په موخه په خپلو کې د موقت حکومت په جوړېدو خبرې اترې کوي.

مګر څارونوالۍ په یو خبر پاڼه کې اعلان وکړ چې د دې ادارې د څېړنو له مخې دې مقاله کې د خبریال شخصي معلومات ځای پرځای شوي دي او هغه نقل قولونه چې هغې لوړ پوړو دولتي چارواکو ته منسبو کړي، د هغه خپل دي او دولتي چارواکو سره اړیکه نه لري.

دې ادارې زکر شوې مقاله د افغانستان ملي امنیت ته ګواښ او انفاق اچونکې یاده ګړه او څرګنده یې کړه چې مخکې هم د دې خبریال د غیري مسلکي او غیري مسوولانه چلند څخه شکایت ترلاسه کړی و.

د دې مطلب له خپرېدو وروسته، نیویارک ټایمز څارنوالۍ ته د دې خبریال د احضار او ممنوع الخروج کیدو خبر ورکړ خو روز نبرګ په خپل ټویټر حساب د وتلو امر خپور کړ او وې ویل چې د پولیسو په وسیله د کابل هوایي ډګر ته وړل شوی او هیواد یې پرېښې دی.

د افغانستان خبریالانو مرکز، له هیواد د نیویارک ټایمز ورځپاڼې خبریال شړل، د رسنیو قانون سر په خلاف او د اطلاع رسونې سره په ټکر کې ګڼي او د هغې غندنه کوي.

د ډله ییزو رسنیو قانون څلورمې ماده کې راغلي چې دولت د ډله ییزو رسنیو ملاتړ او غښتلتیا لپاره کار کوي او هیڅ حقیقي شخص او یا حکمي اشخاصو له ډلې دولت او یا دولتي ادارې نشي کولی د خبري او یا معلوماتي رسنیو ازاد فعالیت، تحریم، سانسور او یا محدود کړي.

د افغانستان خبریالانو مرکز هیله مند دی، چې ټاکل شوی ولسمشر چې د حامد کرزي ځای ناستی به شي د دې حکم په ردولو سره، قانون ته خپله ژمنتیا روښانه کړي او د معلوماتو ازادې رسونې ته چې یوه له وروستیو لاسته راوړنو څخه ده درناوی وکړي.