كابل، ١٨ جوزا ٩٢
یو شمیر رسنيزو بنسټونو په یوه غونډه کې رسنیو عالي شورا کې د خپلو استازو په توګه دوه تنه وټاکل.
دا غونډه چې د سه شنبه په ورځ د حکومت رسنیو مرکز کې جوړه شوط وه، لسو رسنيزو بنسټونو استازو ګډون پکې کړی وو.
د ژونالیستانو ملي اتحادیې رئیس عبدالحمید مبارز د خپلو خبرو پرمهال په وروستیو کې د ژورنالیستانو فدراسیون جوړول په هیواد کې د بیان ازادۍ او رسنیو څخه ملاتړ برخه کې مهم حرکت یاد او د هغې د پیاوړي کولو غوښتونکی شو.
هغې وویل رسنیو عالي شورا دوه استازو ټاکلو لپاره د دې فدراسیون غړو له لورې د رڼو او خپلواکو ټاکنو ترسره کول د ولسواکۍ ښکاره نښه ده.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت نشراتي معین دین محمد مبارز راشدي همدارنګه وویل چې دې وزارت سره د نه همغږۍ له امله رسنیو ته زیان رسیږي.
هغې د ډله ییزو رسنیو قانون عملي کېدو ته د دې وزارت ژمنتیا ترڅنګ زیاته کړه چې د رسنیو عالي شورا دوه استازو ټاکلو لپاره له دې ټاکنو ملاتړ کوي.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون استازو په شتون کې په دې غونډه کې د دې دوه غړو ټاکلو لپاره رایه اچونه ترسره شوه.
په دې ټاکنو کې ۶ تنه نوماند شوي و ۶۷ تنو رایې وکارولې چې په پایله کې عبدالله ازاد خنجاني او خپلواک ساپي د ډیرو رایو په تر لاسه کولو رسنیو عالي شورا کې د خبریالانو استازو په توګه وټاکل شول.
د اطلاعاتو او کلتور وزیر سید مخدوم رهین تېره اونۍ د خبریالانو له څلورکلنو نیوکو او فشار وروسته د ډله ییزو رسنیو قانون درې جنجالي مادو عملي کېدو چې د رسنیو عالي شورا کې د خبریالانو غړیتوب او ډله ییزو رسنیو کمېسیون په اړه وې د هغوی عملي کېدو غوښتنه کوله ومنلې.
د اطلاعاتو او کلتور وزیر د رسنيزو بنسټونو څخه غوښتنه کړې وه چې د یوې اونۍ تر پایه رسنیو عالي شورا کې د غړیتوب لپاره دوه او ډله ییزو رسنیو کمېسیون غړیتوب لپاره خپل ۷ استازي وروپېژني.
د ډله ییزو رسنیو قانون په ۱۳۸۱ لمریز کال کې عملي شو او د رسنیو شمېر زیاتېدو وروسته پرې بیا کتنه وه شوه او پّ ۱۳۸۶ لمریز کال د ولسي جرګې له لورې تصویب شو؛ مګر دریم ځل لپاره بیا په ۱۳۸۸ کال بدلون پکې راغلی او په ۵۴ مادو کې تصویب شو.
د دې قانون نهایي تصویب وروسته اطلاعاتو او کلتور وزارت تېرې اونۍ پورې تیار نه و چې د رسنیو عالي شورا او ډله ییزو رسنیو کمېسیون جوړېدو په اړه د دې قانون با ارزښته مادې عملي کړي.
پژواك

