
۱۴۰۱ غبرګولي ۷
کابل- «افغان افکا» خبري اژانس وايي چې تېره شپه ناپېژاندو کسانو په کابل کې د دې رسنۍ د دفتر دروازه ورماته کړې او وسایل یې له ځانه سره وړي دي.
د افغان افکا مرکز مسوول مدیر برات علي بهکام د افغانستان خبريالانو مرکز ته وويل، چې بريد کوونکي نن سهار شاوخوا درې بجې د کابل ښار د لسمې حوزې اړوند د قلعه فتح الله په سيمه کې د دغه خبري اژانس دفتر ته ننوتلي دي. هغه زياته کړه، چې يادو کسانو د دفتر د دروازې په ماتولو او د دفتر د وسايلو په سوځولو سره پنځه لپ ټاپ کمپيوټرونه، يو د کمرې سټېنډ او د واي فاي (انټرنېټ) وسايل له ځانه سره وړي دي.
د هغه په وينا، د خبري اژانس د دفتر ګاونډيانو وويل چې دوی دوه کسان وو او د سيمې خلکو له خبرېدو وروسته له سيمې تښتېدلي دي.
بهکام زياته کړه چې تر اوسه څرګنده نه ده چې دغه کسان په کومه موخه دغه رسنيز دفتر ته ننوتي وو. د افغان خبري اژانس مسوول مدير وويل چې په دې اړه يې د لسمې امنيتي حوزې پوليسو ته په رسمي ډول خبر ورکړى او د دې حوزېې د امنيت امر ويلي چې د قضيې په اړه پلټنې کوي.
افغان افکا خبري اژانس یوه خصوصي رسنۍ ده چې په ۱۳۸۸ کال کې جوړه شوه او کاري دفتر یې په کابل کې دی.
د افغانستان د خبریالانو مرکز د افغان افکا خبري اژانس ته د دغې پېښې په رامنځته کېدو د خواشینۍ په څرګندولو سره د «اسلامي امارت» له امنیتي مسوولینو غوښتي چې دا موضوع په جدي توګه وڅېړي او پایلې یې ژر تر ژره له رسنیو سره شریکې کړي.
د افغانستان دخبریالانو مرکز په دې باور دی چې په وروستیو میاشتو کې د رسنیو په وړاندې د جدي ستونزو او په ځانګړې توګه د کاري محدودیتونو او تهدیدونو د لګولو له امله دا ډول پېښې پر رسنیو ستر اقتصادي او رواني فشارونه اچوي.

