په ۱۳۹۴ کال کې په سلو کې ۸۵ د خبريالانو په وړاندې د تاوتريخوالي، تهديد او فشار د پېښو زياتوالی

په ۱۳۹۴ کال کې  په سلو کې ۸۵ د خبريالانو په وړاندې د تاوتريخوالي، تهديد او فشار د پېښو زياتوالی

۲۷ حوت ۱۳۹۴

کابل: د افغانستان د خبريالانو مرکز د راپور خلاصه چې د هېواد د رسنيو او خبريالانو د وضعيت په اړه نن ورځ د خبريالا ورځې په مناسبت په کابل کې د ځينو مراسمو په اړه خپور شو.

۱۳۹۴کال د وسله والو مخالفينو د حرکتونو د زياتوالي او په هېواد کې د نا امنۍ د پراخه کېدو او ډېرېدو او د خلکو د اقتصادي ستونزو د ډېرېدو له کبله د افغانستان دولت اوخلکو لپاره يو له ستونزو ډک کال و، ښکاره ده چې د هېواد رسنيو د اغېز لرونکې مګر زيان ليدونکې کتلې په توګه دا کال ډېرې ستونزې او خنډونه تجربه کړل.

په دې کال کې د خبريالانو او رسنيو په وړاندې تهديد، فشار او تاوتريخوالی ډېر زیات شو اوحتی د رسنيو تاسيسات يې تر هدف لاندې ونيول او حتی د رسنيو دفترونه چور شول. له ټولو مهمه ده چې په تېرو ۱۴کلونو کې په لومړي ځل طالبانو دوه رسنۍ په ښکاره ډول تهديد کړې او د هغوی په نظامي ګڼلو سره يې اخطار ورکړ چې ددغو دوه رسنيو ټول خبريالان او کارکوونکي به له طالبانو له حملو خوندي پاتې نشي. او متاسفانه طالبانو په يو تروريستي عمل کې له دغو دوو څخه د يوې رسنۍ کارکوونکي تر بريد لاندې ونيول. په دې کال کې په کندوز کې د طالبانو دوه اونيز کنټرول په ترڅ کې يو شمېر رسنيو دفترونه چور او کارکوونکي يې امن لرونکو سيمو ته په تېښته اړ شول.

په دې کال کې سربېره پر طالبانو د داعش نوی ظهوريدل چې په مستقيم او غير مستقيم ډول يې خبريالان او رسنيو مسؤلين تر تهديد لاندې راوستل او حتی د خلافت راډيو په جوړولو سره د تروريتسي فعاليتونه پېل او له دې لارې يې خبريالان په مرګ تهديددول، اخطار يې ورکړ او څو ځل يې دهېواد په ختيځ کې د ځينو رسنيو په دفترونو باندې انفجارونه وکړل.

د ناامنيو ادامه او د تاوتريخوالو ډېريدل، د يو خصوصي تلويزون په کارکوونکو باندې د طالبانو دحملې په ګډون ددې سبب شوی دی چې خبريالان په خپل کاري مسلک کې په دې اړه له زیاتو ستونزو سره مخ شي.

د ناامنيو او تهديدونو پراخوالی ددې سبب شوی دی چې تر څو د لسګونه خبريالان او د رسنيو کارکوونکي له خپل کار څخه لاس واخلي او يا هېواد پرېږدي. دغه بهير په عين حال کې په جنوبي، جنوب ختيځ، او شمال ختيځو ولاياتونو کې د خبريالۍ په برخه کې پر کارکوونکو باندې رواني منفي اغېز زيات کړی دی او په دې برخه کې سانسور ته ډېره لاره هواره کړې ده.

اما در چنین شرایطی به ویژه در نیمه دوم سال، حکومت وحدت ملی کارهای بزرگ و قابل ستایشی را بخاطر بهبود فعالیت رسانه‌های آزاد، دسترسی به اطلاعات و حمایت و حفاظت از رسانه‌ها و کارمندان رسانه یی روی دست گرفت که تا حدودی به لحاظ نوع این کار‌ها و جدیت‌هایی که تا اکنون برای عملی شدن آن صورت گرفته است، بی‌سابقه بوده است.

د راپور خلاصه

د افغانستان خبريالانو مرکز دغه راپور، په وروستي يو کال کې د ستونزو د تشخيص، خنډونو، د تاوتريخوالي پېښو، تهديدونو، او په ازادو رسنيو او خبريالانو باندې د فشار په بنا جوړ شوی دی. دغه پېښې د افغانستان خبريالانو د استازو دموندنو په اساس په کابل ولايت کې جوړ او تر بررسۍ لاندې نيول شوی دی.

د افغانستان خبريالانو مرکز په وروستيو ۱۲مياشتو کې د (فزيکي او روحي) تاوتريخوالي، تهديد، سپکاوي او په خبريالانو باندې د فشار او يا د هېواد په ټولو ځايونو کې د رسنيو تاسيسات تر بريد لاندې نیولو ۱۹۱قضيې ثتب کړي دي.

شمېرې ښايي چې په ۱۳۹۴کال کې د رسنيو کارکوونکو او خبريالانو وژنه د تيرو کلونو په پرتله څلور برابره زياته شوې ده. چې د هغې له جملې د څلورو ميرمنو په شمول اووه تنو د رسنيو فعالان د طالبانو له لوري د طلوع تلويزون د کارکوونکو موټر باندې د حملې په ترڅ کې ووژل شول. د يوې محلي راډيو کارکوونکي چې له سرحد پرته ډاکټرانو له خيريه بنسټ سره یې کار کاوه په کندز کې د امريکايي ځواکونو په بمبارۍ کې چې ددغه سازمان په کلينيک يې وکړه ووژل شول. په کابل کې د آسيا تلويزون رئيس په قتل ورسول شو، په ننګرهار کې د ملي راډيو تلويزون خبريال د وسله والو په ډزو کې ووژل شو.

سربېره پر دې دغه شمېرې د ۲۲ خبريالانو او د  رسنيو دفعالانو له زخمي کېدلو، يو تن موقت زنداني کېدو، ۲۴تنه د فزيکي تاوتريخوالي، ۱۴تنه د وسله والو بريدونو يا د رسنيو په تاسيساتو باندې د بم غورځونې اود خبريالانو د وژنې په اړه هم معلومات راغونډ کړي دي.

د افغانستان خبريالانو مرکز موندنې د ۶۶تهديدونو په مرګ باندې د خبريالانو د تهديدولو په ګډون، ۲۲ عملونه د بيان ازادۍ او رسنيو د فعاليت ازادۍ دمحدوديت عملونو، نهه د سپکاوي، درې د سانسور په اړه د مستقيم فشار، شپږ د فزيکي حملو او اووه د احضار په اړه غيرقانوني پېښو ښودونکې دي.

۸۲ يا په سلو کې ۴۳ دغه پېښې د دولت له لوري (دولتي مقامات، پوليسو، ملي امنيت او اردو ځواکونو) ۵۲يا په سلو کې ۲۷ د طالبانو له لوري، ۳۴يا په سلو کې ۱۷د نامعلومه وسله والو، ۱۵يا په سلو کې ۸د زورواکو له لوري، پنځه يا په سلو کې ۳ له داعش له لوري دوه د رسنيو د مسؤلينو او يوه پېښه هم د خارجي ځواکونو له لوري وه.

د رسنيو د کارکوونکو او خبريالانو خنډونه او ستونزو

مرکزي حوزه چې په دغه راپور کې د کابل، پروان، پنجشېر، کاپيسا، باميان، غور، دايکندي، لوګر اوميدان ورګو ولايتونه پکې شامل دي. په دې کال کې د تروريستي پېښو د زياتوالي په دليل په سلو کې د ۸۵ فيصده زياتې شوي دي. د رسنيو په دفترونو باندې بمي بريدونه، د خبريالانو تهديدول په دې دليل چې راپورونه يې د زورواکو ګټې په خطر کې اچولې هم ادامه پېدا کړه چې ددغې حوزې له سانسور کې يې زياته مرسته کړې ده.

په شمالي حوزه کې د بدلونونو رامنځته کېدل چې د بغلان، بدخشان، تخار، سرپل، بلخ، سمنګان، فارياب او جوزجان ولايتونه پکې شامل دي تقريباً ۴۲انديښنه لرونکې پېښې تجربه شوي دي. د کندوز ښار باندې دطالبانو بريد او شاوخوا دوه اونۍ په دغه ښار باندې ددوی حاکميدل د رسنيو د څو دفترونو دچورکېدو، د رسنيو د ځينو کارکوونکو تېښتې او او د زياتره سيمه ايزو رسنيو غير فعاليدلو ته زمينه برابره شوه. د هېواد د امنيتي ځواکونو له لوري ددغه ښار له بېرته نيولو تر شپږ مياشتو پورې هم رسنيو کارکوونکو او خبريالانو عادي حالت ندی غوره کړی. په مجموع کې کندز، سرپل او فارياب ولايتونه د ناامنيو د ډېرېدو په موخه د تاوتريخوالي او د خبريالانو د تهديد د زياتو پېښو شاهدان دي.

لويديځه حوزه کې چې د بادغيس، هرات، غور اوفراه ولايتونه پکې شامل دي له نېکه مرغه د تاوتريخوالی پېښې پکې کمې شوي دي تقريباً ۱۲ پېښې په دې حوزه کې ثبت شوي دي.

به ۱۳۹۴کال کې په جنوبي حوزه کې چې هلمند، قندهار، پکتیا، خوست، پکتیکا، غزنی، زابل، ارزگان ولايتونه پکې شامل دي ۴۰پېښې ثبت شوي دي چې د تېر کال په پرتله يې کموالی کړی دی. ددغو پېښو زیاتره د هلمند په ولايت کې پېښې شوي دي. خو په قندهار کې د ښه امنيت په وجه يوازې دوه پېښې په لرې پرتو ولايتونو کې ثبت شوي دي.

اما په رسنيو او خبريالانو باندې د تاوتريخوالي پېښې په ختيځه حوزه کې چې د ننګرهار، لغمان، کنړ اونورستان ولايتونه پکې شامل دي ډېرې شوي دي، د داعش ډلې نوی ظهور، اود زورواکو اوعاصبينو د فعاليتونو زياتوالی ددې سبب شوی دی چې د رسنيو تاسيسات تر هدف لاندې راشي او د خبريالانو تهديدونه زياته شي. په دې حوزه کې ټولې ۸ پېښې په داعش او نامعلومه وسله والو پورې تړلی دی.

په مجموع کې د افغانستان خبريالانو مرکز موندنې ښايي چې د دولتي خبريالانو له لوري د تاوتريخوالي فزيکي پېښې د تېر کال په پرتله کمې شوي دي په داسې حال کې چې مستقيم او غير مستقيم تهديدونه زيات شوي دي. په دې کال کې اطلاعاتو ته د لاسرسي دقانون دتوشيح باوجود په ولايتونو کې دولتي مقامونو د پروخت معلوماتو له ورکولو څخه ډډه کړې ده، حتی په زياتره مواردو کې په کابل کې لوړو مقامونو د بيان ازادي محدوده کړې ده. او ځينو واليانو ولايتي بنسټونو ته حکم کړی چې د هغوی له اجازې پرته دې دې له رسنيو سره خبرې نه کوي.

لاسته راوړنې

اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون توشيح، د رسنيو شکايتونو او سرغړونو ته د بررسۍ کميسون لغوه کېدل، مربوطه مراجعو ته د رئيس جمهور حکم، د ولسمشر د مرستيالانو ژمنې، د بيان ازادۍ او رسنيو د فعاليت د ازدادۍ ساتلو په موخه د د هېواد د لاسته راوړنو په اړه له خبريالانو سره د اجرايه رئیس ناسته، د دولت له لوري د خبريالانو په وړاندې د تاوتريخوالي پېښو ته د رسيدګۍ کمېټې تشکيل، د خصوصي رسنيو د فعاليت د تګلارې مقرره نافذ کېدل په ۱۳۹۴کال کې د عمده لاسته راوړنو څخه دي.

هغه ستونزې او ننګونې چې اوس هم موجودې دي

لکه څرنګه چې مو مخکې وويل د تاوتريخوالي اوتهديدونو ميزان په ۱۳۹۴کال کې د تېرو کلونو په پرتله دوه برابره شوی دی د تهديدونو د زياتوالي او د قانون د مثبت حاکميت د ضعف وضعيت ته په پاملرنې سره ترڅو چې امنيتي وضع ښه نشي، او حکومت د قانون په تنفيذ، خبر رسونې او د دولتي کارکوونکو په خبر ورکولو، د امنيتي ځواکونوپه ګډون د بيان ازادۍ او د ازادو رسنيو د فعاليت څخه په جدي ډول باندې کار ونکړي مثبت بدلون نه رامنځته کېږي. ‍د ۱۰۰ تنو په شاوخوا کې خبريالان له هېواد بهر تللي دي چې د وضعيت د لا خرابېدو ښودنه کوي.

سربېره پر دې د خارجي ځواکونو په وتلو او د نړيوالو مرستو په کمېدلو، د رسنيو اقتصادي ستونزې لا ډېرې شوي دي او په وروستي ي، کال کې حد اقل ۱۰۰رسني د چاپي رسنيو په ګډون تړل شوي دي. د برق نشتون د يوې غټې ستونزې په توګه پاتې دی، د دايمي برق نشتون او په ځينو ولايتونو کې د ولتاژ کمېدل ددې سبب شوی دی چې د رسنيو کاري تجهيزات ضرر وويني. څېړنيزه خبريالي په چې له وروسته پاتې هېوادونو سره لويه مرسته ده اوس هم ساړه دي او دغه بهير تر اوسه سوړ او محدود دی.

له بل اړخه رسنيو ته د نه پاملرنې په صورت کې د ښځينه کارکوونکو تعداد نه يوازې دا چې زيات شوی ندی بلکې لا کم شوی دی. په عين حال کې په زياتره خارجي دفترونو او د رسنيو په نماينده ګيانو کې ډېرې کمې ښځينه خبريالانې کارکوي. تبعيض او ناسم رفتارونه او د مناسب کاري محيط نه جوړول په رسنيو کې د ميرمنودکم والي اصلي لاملونه دي.

وړانديزونه او سفارشونه

په افغانستان کې د ديموکراسي د بهير په پرمختګ  دحکومت دارۍ په ښه کېدو کې د رسنيو اغېزلرونکي رول ته او د عدالت د تامين او حقوق بشر بهبود ته په کتو د افغانستان دولت په ګډون نړيواله ټولنه بايد د رسنيو اقتصادي، حقوقي، امنيتي اندښمن کوونکي مسائل جدي ونيسي.

کومو لاسته راوړونو ته چې اشاره وشوه دا لومړني ګامونه دي او حکومت بايد د خپلو ژمنو په اساس ددې لپاره لا ډېر کار وکړي.

جامعه بین المللی نیز باید با درک این وضعیت، حمایت معنوی و مالی خود از رسانه ها در افغانستان را به میزان لازم انجام دهد و دولت و جامعه رسانه یی افغانستان را در زمینه نهادینه کردن فعالیت رسانه های آزاد به طور جدی یاری رساند.

نړيواله ټولنه بايد ددغه وضعيت په درک سره د افغانستان له رسنو سره خپله معنوي او مالي ملاتړ لا ډېر کړي او په افغانستان کې د رسنيو د فعاليتونو په بنسټيز کولو کې لا ښه رول ولوبوي.