د اطلاعات روز ورځپاڼې د مسؤل مديرد احضار او څېړنو په اړه د ملي امنيت اقدام غندو

د اطلاعات روز ورځپاڼې د مسؤل مديرد احضار او څېړنو په اړه د ملي امنيت اقدام غندو

۳۱ اسد ۱۳۹۴

کابل: د اطلاعات روز ورځپاڼې مسؤل مدير وايي چې د «کابل ټکسي» د پاڼې چلولو په تور د ملي امنيت اداې ته احضار او دڅو ساعتونو لپاره تر څېړنې لاندې نيول شوی دی.

ذکي دريابي په خپله فسبوک پاڼه کې ليکلي دي چې دغه اقدام د ولسمشر د ملي امنيت مشاور حنيف اتمر په دستور شوی دی.

د دريابي په وينا حنيف اتمر د ملي امنيت شورا په جلسه کې په ده تور پورې کړی دی چې د کابل ټکسي (kabul taxi)  پاڼې چلوونکی دی.

د اطلاعات روز ورځپاڼې مسؤل مدير ويلي دي: « د ملي امنيت شورا ددې جلسې پايله دا شوه چې ذکي دريابي بايد د ملي امنيت رياست ته وغوښتل شي او له هغه څخه څېړنه وشي او زه نن ورځ  ددغې ادارې په غوښتنه هلته لاړم او څو ساعتونه مې د هغوی پوښتنو ته ځواب وويلی».

هغه زياته کړې ده « د څېړنې په پايله کې هېڅ داسې سند چې وښايي زه د دغې پاڼې چلونکی يم ترلاسه نشو. زه يو ځل بيا تاکيد کووم چې دغه پاڼه زما نده، د کابل ټکسي پاڼې چلوونکي لپاره د سپيناوي هيله کووم، مګر زما خبرې د ملي امنيت مشاور لپاره سبا ته پاتې شوې، سبا به د اطلاعات روز ورځپاڼې کې ښاغلي اتمر ته سلام کلام تقديم کړم.

کابل ټکسي د فسبوک په ټولنيزه شبکه کې کې يوه طرف لرونکې پاڼه ده چې په انتقادي او طنزي ډول د افغانستان ورځني مسائلو ته انعکاس ورکوي.

د افغانستان خبريالانو مرکز د اطلاعات روز ورځپاڼې له مسؤل مدير څخه د احضار او ګروېږنو او د دغې انتقادي او طنزي پاڼې د چلولو په تور فقط دا چې دی يې مسؤل دی که ندی، د رسنيو د قانون خلاف ګڼي او د بيان ازادۍ د محدوديت لپاره يو ګام ګڼي او غندي يې.

دغه بنسټ له ولسمشر څخه غواړي چې د خپلو ژمنو مطابق چې د رسنيو او بيان ازادۍ د ملاتړ او تقويت په اړيه يې کړې وې، دغه موضوع له نژدې وڅاري اوپه هغه صورت کې چې د ملي امنيت مشاور په دې کار کې شامل وي موضوع په جدي ډول رسيدګي وشي.