د بيان ازادۍ جايزه بيا هم افغانستان ته ورکړل شوه

۱۴ ثور ۱۳۹۴

کابل: دمي دريمه د مطبوعاتو د ازادۍ نړيوالې د لمانځنې په پار له سرحد او ښار پرته راپورورکوونکو کميټې د افتخار مډال څلور ژورنالستانو ته چې د افغانستان، ايران، ترکيې او بروندي څخه وو ورکړل شو. په هغه مراسمو کې چې د دوشنبې ورځ د پاريس ښار او له سرحد پرته راپورورکونکو کمېټې له لوري برابر شوی و، د طلوع تلويزون د نشراتو رئيس لطف الله نجفي زاده او په څنګ کې يې د درې مشهورو هېوادونو ايران، ترکيې او بروندي ورځپاڼه لېکونکو ته د افتخار مډال ورکړل شو.

له سرحد پرته راپورورکوونکو کمېټې يو مسؤل رضا معيني ۸صبح ورځپاڼې ته وويل چې په افغانستان کې د ورځپاڼه ليکنې وضعيت د راپور ورکوونکو لپاره له سرحد پره يو خاص وضعيت دی. افغانستان د هغه ځانګړو شرايطو په اساس چې ورسره مخامخ دی له سرحد پرته راپور ورکوونکو د پاملرنې وړ و او دې کميټې علاقه درلوده چې په افغانستان کې د ورځپاڼه ليکونکو وضعيت په نړيوال ميدن کې زيات مطرح کړي. ښآغلی معيني وايي: په افغانستان کې د ورځپاڼه ليکونکو پر وړاندې تهديد او خطر ورځ په ورځ زياتيږي، کوم ځانمرګی بريد چې د طلوع تلويزون په کارکوونکو باندې وشو، ددغه تهدیدونو يوه برخه وه چې لوړې مرحلې ته رسيدلې ده.

په دې اساس طلوع تلويزون د مطرح رسنيو د سمبول او تهديد په خاطر له سرحد پرته راپورورکوونکو له لوري تصويب لاندې ونيول شو او دغه جايزه د طلوع تلويزون رئيس لطف الله نجيفي زاده ته ورکړل شوه. د ښاغلي معيني په وينا له سرحد پرته راپورورکوونکو کمېټه په ۱۹۹۲م کال د ملګرو ملتونو سازمان ته وړانديز وکړ ترڅو د می دريمه د مطبوعاتو د ازادۍ نړیوالې ورځې په توګه په رسميت وپېژندل شي، دغه وړانديز د ملګرو ملتونو له لوري تصويب شو او هر کال هغه رسنۍ چې د خبر رسونې به برخه کې زيات فعالیت کوي، ددغې جايزې ګټونکي کېږي.

رضا معيني وايي هغوی د افغان ورځپاڼه ليکونو تر څنګ ولاړ دي او له نړۍ څخه غواړي تر د افغانستان د رسنيو تر څنګ ودريږي. ښاغلی معيني وايي د افغان ورځپاڼه ليکونکو پر وړاندې تهديدونه او خطرات په يوه جدي مسله باندې اوښتي. له يو لوري طالبان، داعش، محلی زورواکي ځواکونه او خپله حکومت رسني په سانسور تهديدوي او له بل پلوه دغه رسني تر هدف لاندې نیول کېږي، په داسې حال کې چې په افغانستان کې د سولې د تامين او ارامۍ لپاره نه بايد چې رسنۍ تر تهديد لاندې ونيول شي، بلکې باید د ملاتړ او لا قوي کېدو لپاره ورسره مرسته وشي.

په همدې حال کې د طلوع تلويزون دنشراتو رئيس لطف الله نجفي زاده چې د سرحد پرته راپورورکوونکو جايزې داخيستو لپاره پاريس ښار ته تللی و وويل: چې هغوی همېشه خپلې شخصي ګټې د افغانستان د بيان ازادۍ څخه قربان کړي دي. نجفي زاده وويل دوی به هيڅکله دې ته حاضر نشي چې په افغانستان کې دبیان ازادي باندې معامله وشي. د نجفي زاده په وينا، رسنۍ په افغانستان کې له زياتو ستونزو د هغه له جملې تهديدونه اوتروريستي حملو سره مخامخ دي، ولې دغه تهديدونه هيڅ وخت ددې باعث ندي شوي چې رسنۍ دبيان ازداي د خپلو شخصي ګټو په خاطر معامله کړي او سانسور خواته لاړې شي.

په تېرو پنځو کلونو کې د افغانستان دوه معتبرې رسنۍ توانیدلي چې دغه جايزه لاسته راوړي. د طلوع تلويزون علاوه، د ۸صبح ورځپاڼې په ۲۰۱۲م کال کې وکولی شو چې دغې جايزې ته دنوماندو لسګونو رسنيو له منځه دغه جايزه لاسته راوړي، سره له دې چې افغانستان د بيان ازادۍ په درجه کې د ۱۸۰هيوادونو په منځ کې ۱۲۰درجه لري. ولې نسبت زیاتره ګاونډيو هيوادونو ته د بيان ازادۍ په برخه کې له غوره وضعيت څخه برخمنې دي. په دې حال کې درسنيو په وړاندې تروريستي تهديدونه او اعمال د تېرې يوې نيمې لسيزې لاسته راوړنو په نسبت چې اصلاً د افغانستان د رسنيو د ودې لسيزه ده په يوه نړیواله اندېښنه اوښتې ده.