۱۸ حمل ۱۳۹۴
د دولتي خبري اژانس مسؤلينو له لوري ددغه خبري اژانس د سقوط په اړه د اندېښنو په لړ کې د حکومت د اجرايي رئيس د اطلاعاتو اوکلتور وزارت څخه وغوښتل چې هر څومره ژر بايد دغې موضوع ته رسيدګي وکړي. د اجرايي رياست مطبوعاتي دفتر په خپله خبرپاڼه کې ويلي دي چې دغه موضوع د وزيرانو شورا په ناسته کې مطرح شوې ده.
دوه ورځې مخکې ددې خبري اژانس معاون ماري نبردآئین د هشت صبح ورځپاڼې ته وويل چې د تېرې يوې مياشتې راهيسې چې د کابل برېښنا نامنظمه شوې دغه خبري اژانس ندی توانيدلی خپل کار په سم ډول سر ته ورسوي.
د هغه په وينا په اوس وخت کې برېښنا نلري او د جنراتورو په نشتون کې يې کارونه پر مخ نه ځي، خبرونه يې له نشر څخه باتې کېږي او حتی ددغه اژانس خبريالان د موټر په نه درلودو د ورځينو پېښو له پوښښ څخه وروسته پاتې شوي.
ميرمن ائين په عين حال کې ددغه خبري اژانس د ستونزو وړاندې کولو په ضمن کې له ولاياتو سره د تلفوني اړيکو په اړه وښودله چې انټرنيټ هم په منظم ډول ندی وصل او د مخابراتو وزارت سره قرضدار دي.
د پژواک د راپور په اساس عبدالله عبدالله د وزيرانو شورا په ناسته کې ددغه اندېښنو په غبرګون د وويل چې باختر اژانس د خلکو لپاره يو اشنا او پخوانی خبري بنسټ دی او بايد ستونزو ته يې رسيدګي وشي.
هغه د اطلاعاتو او کلتور وزارت ته لارښوونه وکړه چې د باختر د ستونزو دحل او ظرفيت جوړولو په موخه په سمدستي او ضروري اقداماتو لاس پورې کړي.
د حکومت د اجرايي رئيس په وينا دغه خبري بنسټ ته نه پاملرنه هيواد ته د ارزښتمندو او تارخي اقداماتو په ترڅ کې يوه نه بښونکې جفا ده.
باختر د اويا کلنې سابقې په درلودلو يواځينی دولتي خبري اژانس دی چې د اطلاعاتو او کلتوروزارت تر پوښښ لاندې فعالت کوي.

