۸ حوت ۱۳۹۴
کابل: د افغانستان دولت کابينې عدلي او قضايي کمېټې، د خبريالانو او رسنو کارکوونکو پروړاندې د تاوتريخوالي پېښو ته د لاسرسي په خاطر يوه کمېټه جوړه کړه.
د جمهور رئيس د دويم معاونت دفتر په يوه خبرپاڼه کې ويلي دي چې دغه کمېټه، نن ورځ د جمهور رئيس د دوهم مرستيال سرور دانش په حکم جوړه شوه.
د پژواک د راپور په اساس ياده کمېټه د خبريالانو پر وړاندې د تاوتريخوالي د پېښو په اړه د کامل راپور د جوړولو لپاره تشکيل او موظف شوې ده، تر څو مشخصه کړي چې د خبريالانو پر وړاندې د تاوتريخوالي هره پېښه د کشف، تحقيق او يا محکمې په کومه مرحله کې قرار لري.
د لوېې څارنوالۍ نماينده، د ملي امنيت د عمومي رياست نماينده، د داخله چارو وزارت نماينده، د اطلاعاتو اوکلتور وزارت نماينده او د افغانستان د رسنيو او خبريالانو د بنسټونو د فدراسيون نماينده چې د اکثره فعاله بنسټونو څخه جوړه شوېده، د دغې کمېټې غړي پنځه نفره دي چې د لويې څارنوالۍ رياست ته به کار کوي.
د دولت د کابينې د عدلي او قضايي کمېټې رئيس سرور دانش هغه راپور ته په اشارې سره چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت او د خبري انجمن او نهادونو له لوري جوړ شوی وی وويل: متاسفانه چې د خبريالانو پروړاندې د تاوتريخوالي قضيې، تر اوسه په جديت سره ندي تعقيب شوي او په دې برخه کې زياتې ستونزې وجود لري چې بايد په سرعت او قاطعيت سره هغې ته رسيدګي وشي.
ددغه راپور په اساس، په وروستۍ لسيزه کې د خبريالانو پر وړاندې د تاوتريخوالي له ۶۲۰زياتو پېښو صورت نيولی چې ۵۹ خبريالان پکې وژل شوي. همدارنګه په وروستي يو کال کې ۹۵ د تاوتريخوالي پېښې شوي چې د هغې له جملې څخه ۲۴يې سازمان شوې وې.
د لويې څارنوالی سرپرست نورحبيب جلال په دې جلسه کې چې د خبري بنسټونو او انجمن نماينده ګانو هم پکې ګډون درلود، وويل چې دې ادارې په مجموع کې تر اوسه د خبريالانو پر وړاندې د تاوتريخوالي ۱۲ پېښو ته رسيدګي کړې ده.
دغه کمېټه په داسې حال کې تشکيليږي چې تېره مياشت د خبري بنسټونو مسؤلانو د خبريالانو او رسنيو پر وړاندې د ستونزو او پېښو څخه د څارنې په اړه شديدې څرګندونې وکړې او رئيس جمهور دغو غوښتنو ته د رسيدګۍ په خاطر حکم صادر کړ.
محمد اشرف غني، مربوطه بنسټونو ته امر کړی دی تر څو ددغو پېښو ګزارش د عامو خلکو په اختيار کې ورکړي.

