په کندهار او کابل کې دوه تنه خبريالان د اسلامي امارت د ځواکونو له خوا ونیول شول

۱۴۰۱ وري ۶ مه

کابل، کندهار- د اسلامي امارت ځواکونو نن په کندهار کې د «زما» راډیو د خبرونو مدیر میرویس اتل او په کابل کې د «سلام وطندار» راډیو خبریال سرور هاشمي ونیول. د افغانستان د خبريالانو مرکز د دغو دوو خبريالانو نيول په داسې حال کې چې په هېواد کې د خبريالانو پراخې نيونې دوام لري، د ټوليزو رسنيو له قانون څخه سرغړونه ګڼي، چې پخوا د امارت له خوا تصويب او نافذ اعلان شوى.

په کندهارولایت کې سرچینې وایي، نن سهار شاوخوا ۶ بجې دکندهار ښار اړوند د میرویس اتل په کور د اسلامي امارت ځواکونو چاپه ووهله او هغه يې له ځان سره يوړ، چې له شاوخوا ۱۵ ساعتونو وروسته یې ۹ بجې هغه بېرته کور ته یوړ او له هغه څخه یې په جدي ډول وغوښتل چې له کور نه خپل موبايل هم راواخلي او بیا يې زندان ته ولیږدو. د اسلامي امارت ویاند تر اوسه د اتل د نیولو د علت په اړه څه نه دي ویلي. همدارنګه نن په یوه بله پېښه کې د سلام وطندار خبریال سرور هاشمي، چې په کابل کې د پوهنې وزارت ودانۍ ته څېرمه د ښوونځیو د پرانستلو د بندیز پر ضد د ښځینه زده کوونکو د اعتراض د پوښښ لپاره د اعتراض ځای ته ورغلی و، ونیول شو او تر شپږ ساعته څېړنو او ګروېګنو وروسته خوشې شو.

د افغانستان د خبریالانو مرکز په کندهار او کابل کې پر خبریالانو او ازادو رسنیو د فشارونو د زیاتوالي په برخه کې د خبریالانو نیول په کلکه غندي او له اسلامي امارت څخه غواړي، چې که د خبریالانو یا رسنیو په وړاندې شکایتونه لري، د رسنيو د شکایتونو او سرغړونو د کمیسیون له لارې دې یې وڅیړي. دغه کمیسیون چې د هېواد د ټوليزو رسنیو د قانون له مخې جوړ شوی، د خبریالانو او رسنیو شکایتونه او سرغړونې څیړي، د شرایطو له مخې سرغړونکي ته مشوره یا اخطار ورکوي او یا هم سرغړونکي د قانوني تعقیب لپاره اړوندو مراجعو ته معرفي کوي.

د اسلامي امارت د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد له دې وړاندې ویلي وو چې امارت د ټوليزو رسنيو قانون تصویب کړی او د شکایتونو د اورېدو کمیسیون بیا فعالوي لوي.

د دغو دوو خبریالانو د نیولو پېښه په تیرو دوه اونیو کې د خبریالانو د نیولو شپږمه پېښه ده او د جمهوریت له نسکوریدو او د اسلامي امارت د واکمنۍ له پیل راهیسې لږ تر لږه ۷۲ خبریالان نیول شوي دي، چې په ډېرو مواردو کې ورسره تاوتریخوالی او ګواښونه هم مل وي.