۱۴۰۰ غبرګولي ۱۴ مه
کابل- د آریانانیوز راډیو او آریانانیوز تلویزیون تجربه لرونکې ویانده مینا خیري د خپلې مور سره په کابل کې د چسپکي ماین په چاودنه کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د آریانا نیوز رئیس شریف حسن یار د افغانستان خبریالانو مرکز ته وویل چې دا پېښه تېره ورځ ماښام د کابل پل سوخته سیمه کې شوې ده. هغه د اغلې خیري کورنۍ سره د غمشریکۍ ښودلو ترڅنګ وویل چې د دې ځوانې او هڅاندې خبریالې د لاسه ورکول خپله دې او نورو همکارانو ته ټکان ورکړی دی.
د آریانا تلویزیوني شبکې له مسؤولانو څخه خوشحال آصفي وویل چې آغلې خیري تیره ورځ له دفتر څخه کورته د تللو پرمهال د خپلې مور او خور سره د سودا اخیستلو لپاره بهر ته تللې وه چې د چسپکي ماین په چاودنه کې چې د هغوی په «ټونس» موټر پسې نښلول شوی و، د خپلې مور او څو نورو سپرو سره ووژل شوه. د هغه په وینا، په دې پېښه کې د آغلې خیري خور هم سخته ټپي شوې ده.
د آصفي په وینا، مینا خیري له شواخوا درې کالو راهیسې په اریانا راډیو او اریانا نیوز تلویزیون کې د خبرونو د ویاندې او د خپرونو د پرمخ وړنکې په توګه کار کاوه.
د افغانستان خبریالانو مرکز د آغلی خیري کورنۍ او په دفتر کې د هغه له همکارانو سره د خواخوږۍ د ښودلو ترڅنګ له مسؤولو بنسټونو غواړي چې د پېښې څرنګوالی په جدیت سره تعقیب کړي او ترسره کوونکي یې د قانون منګولو ته وسپاري.
مینا خیري؛ لومړۍ ښځینه خبریاله ده چې په ۱۴۰۰ کال کې په افغانستان خپل ژوند له لاسه ورکوي.
د افغانستان خبریالانو مرکز د موندنو پر اساس، د ۱۳۸۰ کال څخه تر دې وخت پورې په هیواد کې د ۱۹ ښځینه خبریالانو په ګډو ۱۲۲ خبریالان او د رسنیو کار کوونکو په جنایي، تروریستي او یا هم د جنګ د ښکېلو لورو ترمنځ نښتو کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

