د اتفاق اسلام ورځپاڼې ۱۰۰ کلني ونمانځل شوه

 ۱۵ سنبلې ۱۳۹۹

کابل- د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هیواد د مطبوعاتو د نندارتون تر سره کولو ترڅنګ د هرات ولایت د اتفاق اسلام ورځپاڼې سل کلني په کابل کې د یو شمېر فرهنګیانو او د رسنیو ټولنې د غړو په شتون کې ونمانځله.

اتفاق اسلام ورځپاڼې په ۱۲۹۹ هجري شمسي کال د افغانستان د خپلواکۍ له ترلاسه کولو یو کال وروسته د عبدالله قانع هروي مدیریت باندې کار پېل کړ.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست محمد طاهر زهیر په دې مراسمو کې وویل:« د امیر حبیب الله خان د واکمنۍ پرمهال چې کله په ۱۹۱۱ میلادي کال کې سراج الاخبار په افغانستان کار پېل کړ؛ په ډیلي، سمرقند او بخارا کې یې لوستونکي درلودل اوهرلوري ته یې رڼا خپروله، چې د تزاري روسیې او یوشمېر نورو هیوادونو اندېښنې یې پارولې وې.»

د هغه په وینا؛ که چیرې دې بدلونونو تر اوسه دوام کړی وی نو اوس به افغانستان د مطبوعاتو او ورځپاڼه لیکنې په برخه کې په ښه موقف کې شتون درلود.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست جنګ او جګړې له امله پیدا شوې بدبختۍ په افغانستان کې د رسنیو د پرمختګ پر وړاندې خنډونه یاد کړل خو په ورته مهال یې په هیواد کې د رسنیو او خبریالانو کار د درناوي وړل یاد کړ.

نن د اتفاق اسلام ورځپاڼې د یوې پېړۍ کړنو د ستاینې ترڅنګ، د افغانستان مطبوعاتو نندار تون چې د «فرهنګ سرای دوربین» له لورې تیار شوی دی، بابر بڼ کې پرانیستل شو.

د هرات د اطلاعاتو او کلتور رئیس آریا روفیان وویل په دې نندار تون کې د افغانستان  بېلابېلې نشریې په ځانګړې توګه هغه نشریې چې ۱۵۰ کاله مخینه لري، نندارې ته اېښودل شوي دي.

هغه په افغانستان کې د مطبوعاتو رول با ارزښته ګڼلو ترڅنګ وویل چې د هیواد په حالاتو کې مطبوعاتو له ارزښته ډک رول لوبولی.

در بخشی از این مراسم، وزارت اطلاعات و فرهنگ با اهدای" لوح آزادی" از شماری از مسؤلان روزنامه‌ها و خبرنگاران تقدیر کرد.

په دې مراسیمو کې، د اطلاعاتو او کلتور وزارت  یوشمېر خبریالان او د رسنیو مسؤولین د «ازادۍ نښان» په ورکولو سره وستایل.