د افغانستان دخبریالانو مرکز د خامه پرس خبري اژانس له لورې د خپلو کار کوونکو د بیمه کولو کار څخه هرکلی کوي

۱۷ وږي ۱۳۹۹

کابل- د افغانستان د خبریالانو مرکز، د خامه پرس خبري اژانس له لورې د خپلو کار کوونکو د بیمه کولو اقدام څخه د هرکلي ترڅنګ، له نورو رسنیو غواړي چې د خپلو کار کوونکو بیمه کولو ته لومړیتوب ورکړي او هغوی ته دې ډاډ ورکړي چې حقوق او امتیازات یې د هیواد قوانینو له مخې ورکولو کېږي.

 

د خامه پرس اجرائیوي رئیس خشنود نبي زاده د افغانستان دخبریالانو مرکز ته وویل چې دې اژانس د افغانستان بیمې شرکت سره قرار داد لاسلیک کړی، چې په بېلابېلو ېښو کې د خبریالانو د زیاني زیان پرمهال به دوی تر پوښښ لاندې نیول کیږي.

ده زیاته کړه "موږ د نړیوال "ریسک" د مدیریت تر ارزونو وروسته دې پایلې ته ورسېدو چې د کار کوونکو د اندېښنو د کمولو او د دوی د ارامتیا لپاره، دوی د هغه پېښو پر وړاندې بیمه کړو چې د دوی ژوند ته خطر جوړوي."

د نبي زاده په وینا؛ د دې هوکړه لیک له مخې که چیرته کوم کارکوونکی، په کومه پېښه کې ژوند له لاسه ورکړي، کورنۍ ته یې ۲۰ زره امریکایي ډالر ورکول کېږي او یا که چیرته سخت ټپي شي او یا یې د بدن کوم غړی پرې شي نو د بیمې شرکت له لورې به زیانمن شوي کس ته همدغه اندازه پیسې ورکول کېږي.

خامه پرس ۱۰ کاله دمخه کابل کې تاسیس شوه، چې اوسمهال ۲۶ کار کوونکي لري چې خبریالان، امنیتي کار کوونکي او خدمتي کار کوونکي پکې شامل دي. د خامه پرس خبرونه او راپورونه په دري، پښتو او انګلسي ژبو باندې چمتو او خپریږي.

یو کال مخکې د موبي ګروپ رسنیزې ډلې چې د طلوع نیوز، طلوع، لمر او ارمان او ارکوزیا راډیو ګانې پکې شاملیږي، اعلان وکړ چې خپل کار کوونکي یې بیمه کړي دي.

د افغانستان  د خبریالانو مرکز اجرائیوي رئیس احمد قریشي د خامه پرس د دې اقدام څخه د هرکلي ترڅنګ وویل:« کلونه کېږي چې د خبریالانو د بیمې ستونزه مطرح کیږي، مګر په کم شمېر کې رسنیو هغې ته پاملرنه کړې ده. په وروستۍ دوه لسیزو کې له ۱۱۵ ډیر خبریالان او د رسنیو کار کوونکي وژل شوي دي، مګر له خارجي خبریالانو پرته په اتفاق سره ټولو قرباني شویو افغان خبریالانو بیمه نه درلوده او همدارنګه د رسنیو کار کوونکي د بیمې د نشتون له امله د درملنې پرمهال له ګڼو ستونزو سره مخ و.»

ده زیاته کړه: "سربېره پر دې د کاري قراردادونو او د رسنیو د کارکوونکو د نورو حقونو او قانوني امتیازونو د نه ورکولو په ځانګړې توګه د تقاعد د حق د نه شتون په اړه ډېر شکایتونه شته. سره له دې چې د نادولتي کار کوونکو لپاره د تقاعد مقرره نافذه شوې، خو د پلي کولو لپاره یې اقدام نه دی شوی او اړینه ده چې د افغانستان حکومت د رسنیو او ملاتړو بنسټونو سره په همغږۍ دې ستونزو ته پاملرنه وکړي."

داسې اټکل کېږي چې په افغانستان کې د ۴۰۰ رسنیو له ډلې شاوخوا ۲۰۰ راډیو ګانې، له ۷۰ زیاتې تلویزیوني شبکې، لسګونه خپرونې او خبرې اژانسونه په هیواد کې فعالیت کوي مګر د دې رسنیو کار کوونکي په ځانګړې توګه اکثریت خبریالان د بیمې خدمتونو او یا تقاعد څخه بې برخې دي.