
۲۵ مرغومی ۱۳۹۸
کابل- د ولسمشر دويم مرستيال سرور دانش چې نن ورځ ماسپښين يې د «خبريالانې، فرصتونه او ننګونې» تر عنوان لاندې کنفرانس ته وينا کوله په افغانستان کې د ښځينه خبريالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي جدي پېښو په تعقيب ټينګار وکړ.
د جمهوري رياست دويم مرستيال مطبوعاتي دفتر د راپور په اساس، د ولسمشر مرستيال چې د حکومت او رسنيو د ګډې کمېټې رهبرۍ مسؤليت په غاړه لري وويل: « له دې وروسته به د ښځينه خبريالانو په وړاندې د تاوتريخوالي پېښو ته رسيدګي د ګډې کمېټې له لومړيتوبونو څخه وي.»
د حکومت او رسنيو ګډه کمېټه درې کاله مخکې د خبريالانو په وړاندې د تاوتريخوالي، د خبريالانو د خونديتوب او امنيت لپاره د مبارزې او د خبريالانو په وړاندې د تاوتريخوالي پېښو ته د رسيدګۍ په خاطر تاسيس شوه او د ولسمشر د مرستيال په مشرۍ فعاليت کوي.
دانش په افغانستان کې له ښځينه خبريالانو او د خبريالانو له حقونو ملاتړي بنسټونو څخه وغوښتل چې د ښځينه خبريالانو په وړاندې د تاوتریخوالي اړوند موضوع ګانې او نورې ستونزې، ننګونې د افغانستان خبريالانو فدراسيون له لارې دحکومت او رسنيو ګډې کمېټې سره شريکې کړي.
د ولسمشر مرستيال همدارنګه وويل چې د اړتيا په صورت کې په د حکومت او رسنيو ګډه کمېټه له ښځينه خبريالانو وغواړي چې د دغې کمېټې په ناستو کې په ګډون سره خپلې ستونزې، نظرونه او وړانديزونه چې دوی يې اړین ګڼي مطرح کړي.
د ولسمشر مرستيال هغه راپور ته په اشاره چې د ښځينه خبريالانو حقوق د رسنيو دمالکانو له لوري نقض کېږي وويل: «د ښځينه خبريالانو له حقوقو دفاع يو فردي امر نه دی، دا د ټولو مسؤليت دی چې د لازمو تشکيلاتو د رامنځ ته کولو له لارې د ښځينه خبريالانو له حقونو دفاع لپار کوښښ وکړي»
هغه په دې ټينګار چې هيڅ رسنۍ له ښځينه خبريالې پرته نه شي کولی خپل کار مخ ته یوسي او دوام ورکړي زیاته کړه؛ چې د ښځينه خبريالانو دحقونو تامين بايد د رسنيزو بنسټونو د لومړيتوبونو په سر کې وي.

