ولسمشر د خبریالانو او رسنیو ستونزو او پېښو ته د رسیدګۍ په خاطر حکم صادر کړ

ولسمشر د خبریالانو او رسنیو ستونزو او پېښو ته د رسیدګۍ په خاطر حکم صادر کړ

۱۰ دلو ۱۳۹۴

کابل:  د خبرنګارۍ د مسؤلینو د سختو اندېښنو څرګندولو د خبریالانو او رسنیو د ستونزو او پېښو په خاصه توګه د امنیت او خوندیتوب نشتون او اطلاعاتو ته د لاسرسۍ، ولسمشر د دې ډلې غوښتنو ته  د رسیدګۍ حکم صادر کړ.

د ولسمشرۍ ریاست مطبوعاتی دفتر په یوه خبر پاڼه کې د دې حکم د صادرولو خبر ورکړ.

دا حکم د ژورنالیستانو فدراسیون د غړو د دوو اونیو مخکې لیدنې په ترڅ کې چې د خبرنګارۍ او رسنېو اکثریت نهادونو څخه جوړ دي،  له ولسمشر سره صادر شوي دي.

ولسمشر ویلې چې د هېواد د نافذه قوانینو د غوره تطبیق په موخه د ټولنېزو رسنیو د ملاتړ په برخه کې، د رسنیو او رسنیزو فعالانو د قانوني فعالیتونو آسانتیا، د رسنیو کارمندانو خوندیتوب تامین د دندې په محال، د دولتي ادارو  همکارۍ روحیې دودول له رسنیو سره او اطلاعاتو ته د هېواد د وګړو او رسنیزو حقوقو پیاوړتیا ، لاندې ډول مراتب منظور دي:

الف: د رسنیو فعالیتونو تقنینی چارچوب پوره کول او اطلاعاتو ته لاسرسۍ او د رسنیزو فعالانو او خبریالانو اړوند فعالیت حرفه یی قواعد رامنځته کول:

۱- اطلاعاتو او کلتور وزارت، د اداری اصلاحاتو او ملکی خدمتونو خپلواک کمیسیون، او د عدلیې وزارت د اطلاعاتو او اسنادو صنف بندۍ او طبقه بندۍ اړوند تقنینی اسناد چې د هغه له مخې ادارې مکلفیت لري چې اطلاعاتو ته د وګړو لاسرسۍ او د ادارې د اسرارو ساتل د ملي او نړیوالو منل شوي معیارونو له مخې تفکیک کړي، جوړ او طی مراحل کړي.

۲- د مدنی ټولنو مسؤل نهادونه، د رسنیو فعالان او مطبوعاتی مسؤلین د خبریالانو او رسنیو فعالانو د قوانینو د حقوقو او وجایبو د غوره تعمیل اړوند مسلکي قواعدو جوړول او د سن دودولو او تعمیلول لپاره جدی اقدامونو ترسره کول.

ب: له رسنیو سره د همکارۍ کلتور دودول:

۳- وزارتونه او دولتي ادارې د اطلاع رسونې قانونی مکلفیتونو غوره تعمیل په موخه او د شرعی اصل امر بالمعروف و نهی المنکر ، د ټولنېزو رسنیو کارکوونکو د اړون مسولینو چې د حکومت د رسنیو مرکز په شمول د ویاندویانو دفترونو او د مطبوعاتی اړوند واحدونو څخه مالومات اخیستلو او اړیکو نیولو لازم قانونی اسانتیاوي برابرول .

۴- د امنیتي او دفاعی ارګانونو د وطن، نظام او اساسي قانون د ساتلو او د امنیت تامینولو او د هیواد د وکړو حقوق اړوند فعالیتونو د قانون له مخې د اطلاعاتو وړاندې کولو مکلفیتونو غوره تعمیل او د امنیتی موجوده شرایطو ته په کتو سره د اړوند نهادونو حقوق او مکلفیتونو او د رسنیو کارکوونکو سره د مناسب چلند شیوې په خپل روزنیزو نهادونو درسی نصاب کې شامل کیدل.

ج: د رسنیزو تخلفاتو څیړل د قانونی موظفو بنسټونو له لوری:

۵- اصولاً د رسنیزو تخلفاتو رسیدګی او د حقوقی لانجو حل چې مستقیماً د رسنیو او د هغې کارکوونکو د قانونی فعالیت څخه ناشی دي صرف د اطلاعات او کلتور وزارت د شکایاتو اوریدلو او رسنیزو تخلفاتو رسیدګۍ کمیسیون صلاحیت دي او لوی څارنوالی هغه وخت دا ډول قضیې څیړلاي شي چې رسماً د یاد شوي کمیسیون لخوا لوی څارنوالی ته لیږل شوی وي ، بغیر له دی نه لوی څارنوالي او نور دولتی اداري د خبریالانو او رسنیو اړوند فعالیتونو قضییو څیړلو څخه ډډه وکړي.

۶- د ټولنېزو رسنیو کارکوونکو د قتل اړوند پېښو د رسیدګۍ راپور بدون د جرم د دلیل په نظر نیولو سره ، چې د موقتی ادارې له جوړلو سره سم، خپرول او د وخت لاندې پیښو د وخت په اسرع او د عامه خلکو په اختیار کې ورکول.

ولسمشر د دې حکم په پای کې، ټولې دولتي ادارې په مرکز او ولایاتو کې، مدنی ټولنو او رسنیزو بنسټونو او د هېواد ټولنېزی رسنۍ د دې حکم د مندرجاتو په تطبیق مکلف بللي او له هغو څخه یې غوښتي تر څو د امر نظارت سم پلی کولو کې د جمهوری ریاست د چارو ریاست سره لازمه همکاری وکړي.