ولسمشر: هيڅ څوک دا حق نه لري چې رسنۍ وغندي او رسنۍ هم بايد نيوکه کوونکي وزغمي.

ولسمشر: هيڅ څوک دا حق نه لري چې رسنۍ وغندي او رسنۍ هم بايد نيوکه کوونکي وزغمي.

کابل: ۱۴ غوايي ۱۳۹۶

 د رسنيو په هکله د حکتيار د لانجمنو څرګندونو په برخه کې د خبريالانو او خبري بنسټونو په اندېښنو په لړ کې؛ ولسمشر وايي چې د رسنيو په آزادۍ بايد په يو ملي بحث کې ټينګار وشي.

محمد اشرف غني نن ورځ په هغه ناسته کې چې د رسنيو د آزادۍ د نړيوالې ورځې د نمانځلو په موخه په ارګ کې جوړه شوې وه، وويل: لکه څنګه چې د بيان آزادي يو طرفه نه ده؛ نو رسنۍ هم بايد زغم ولري او د شخصيتونو د آزادۍ حق ته درناوی وکړي او هيڅ څوک د نورو د غندنې حق نه لري.

نوموړي زياته کړه:«له جنګه د بحث ډګر ته د نورو راوړل زغم غواړي او که چېرته دا کار په سم ډول سرته ونه رسيږي؛ نو د خلکو له منځه ليرې کېږو؛ ځکه هر څوک د افغانستان له يو تاريخي وخته متفاوت انځور لري.»

محمد اشرف غني له رسنيو د حکمتيار نيوکې ته په کنايوي اشارې وويل چې په هېواد کې د بېلابېلو نسلونو تجربې سره ورته نه دي او په همدې خاطر په يو ملي بحث کې بايد په ښکاره ډول د بيان پر آزادۍ ټينګار وشي او د قانون په رڼا کې يو بل درک شي؛ تر څو ټولنه باثباته شي.

ګلبدين حکمتيار چې څو کلونو پټ ژوند او دولت سره د سولې تړون څخه وروسته په عام محضر کې ښکاره شوی دی؛ تا زه يې څو ځلې رسنۍ ټکولي او په رسنيو د لعنت ويلو او هغوی ته د شريرو په ويلو سره ويلي چې ځينې رسنۍ د خلکو په منځ کې د بې اتفاقۍ خپرولو او د افغانستان د دښمنانو د ګټو لپاره کار کوي او بايد دا رسنۍ مهار شي.