۳ حمل ۱۳۹۴
کابل: د يوې غير دولتي راډيو ارمان نشرات، د پکتيا ولايت د خلکو د شکايتونو په نتيجه کې د ۱۰ورځو لپاره وتړل شول. د موبي رسنيو ډلې مدير زيد محسني چې ارمان راډيو د هغوی د پوښښ لاندې فعاليت کوي دغه موضوع نن ورځ دوشنبه د اطلاعاتو او کلتور وزارت تالار کې په يوه خبري ناسته کې بيان کړې.هغه وويل چې دغه تصميم د پکتيا خلکو له استازو سره د يوې موفقتنامې په اساس صورت نيولی او له نن ورځ څخه عملي کېږي.
په ولسي جرګه کې د پکتيا خلکو استازی ګل پاچا مجيدي چې په دې خبري ناسته کې يې حضور درلو د ذکر شوي اعلام په اړه او دا چې په کوم تاريخ او تر څه وخته پورې نشر شوی دی زيات معلومات ورنکړل خو دا يې روښانه کړه چې دغه اعلان ددې ولايت خلکو ته ښکاره سپکاوی و.
هغه وويل چې که رئيس جمهور په دې قضيه کې دخالت نه وی کړی، احتمالا خلکو به په تاوتريخوالي لاس پوری کړی وای. مجيدي زيات کړه چې د موبي رسنيز ګروپ د دغه ولايت له استازو سره له کتلو او خبرو اترو دې توافق ته رسيدلي دی ترڅو د خلکو غوښتنو ته پام وکړي.
د ولسي جرګې ددغه استازي د معلوماتو په اساس د دغې موافقتنامې مطابق د ارمان راډيو نشرات بايد د يوې مياشتې لپاره ودرول شي؛ مګر له کوم ځايه چې ددغې رسنۍ مسؤلينو په خپلو تيروتنو باندې اعتراف کړی دی، خلک حاضر شول د هغه ورځو موده چې نشرات وتړل شي ۱۰ورځو ته راکم شي.
د هغه په وينا په همدې اساس، ددې راډيو نشرات بايد له همدې ورځې د ۱۰ورځو په موده ودرول شي؛ موبي ګروپ له شپږو د شپې تر اتو په خپلو تصويري او غږيزو رسنيو کې، ددې قضيې په خاطر د پکتيا له خلکو بښنه وغواړي.
ملي امنيت ته د دغه اعلان جوړونکي شرکت معرفي کول، په دې قضيه کې د دخيل کارکوونکو لرې کول او عدلي ارګانونو ته يې معرفي کول، د پکتيا د خلکو د شرکت او د ځنګلونو ساتنې او دفرهنګي مرستې په اړه د نيم ساته فلم جوړول ددغې موافقتنامې له نورو مواردو څخه دي چې د مجيدي په وينا بايد عملي شي. زيد محسني په دې اړه وايي: يو اعلان چې د يو بل شرکت له لوري جوړ شوی و، د ارمان راډيو له لوري نشر شو خو مونږ ددغه ولايت خلکو ته د سپکاوي قصد نه درلود او د هغه د نشر په اړه رسماً بښنه غواړم.
د موبي رسنيز ګروپ مدير وښودله چې هغوی غواړي ددغه اعلان جوړونکي شرکت څخه شکايت وکړي او په ضمن کې به ددغې راډيو کارکوونکي چې په خپل کار کې يې غفلت کړی دی او دغه اعلان يې نشر کړی له کاره لرې او عدلي بنسټونو ته به معرفي شي.

