د افغانستان پوليسو راډيو افتتاح شوه

د افغانستان پوليسو راډيو افتتاح شوه

۵ دلو ۱۳۹۳

کابل:  د ملي پوليسو راډيو چې د داخله چارو وزارت په بوديجې جوړه شوې ده، په رسمي ډول پرانستل شوه.

داخله چارو وزارت ويلي دي چې دغه راډيو په کابل او شاوخوا ولايتونو کې په ۹۶/۵ اف ام څپو نشرات لري چې په راتلونکي يو کال کې به يې نشرات ټولو ولايتونو ته وغځېږي.

محمد ايوب سالنګي د داخله چارو وزارت سرپرست ددغې راډيو د پرانستې په مراسمو کې وويل چې دغه راډيو يې د پوليسو د فعاليتونو په د خلکو د خبرونې لپاره جوړه کړې ده.

د هغه په وينا خلک کولاى شي چې ددغې راډيو په واسطه په پوليسو پورې اړوند خپلې ستونزې مطرح کړي څو پوليس د هغه په اړه اقدام وکړي.

ددغې راډيو ټول لګښت درې ميلونه افغانۍ چې شاوخوا۵۰ زره ډالر کېږي اعلان شوى چې د داخله چارو وزارت له بوديجې څخه ورکړل شوى دى.

په اوس وخت کې دوه سوه راډيويي او اويا تلويزيوني شبکې په هيواد کې فعاليت لري.