کابل، ۲۱ دلو ۱۳۹۷
د افغانستان درې ورزشي خبريالان د ورزشي خبريالانو له نړيوال فدراسيون څخه د اسيا او اقيانوسيه په حوزه کې دلس غوره خبريالانو په کتار کې وشمېر شول او ستاينليکونه ورکړل شول.
فيروز مشعوف د فرياد تلويزون ورزشي خبريال له هرات څخه، صابر پيرزاد د طلوع تلويزون پخوانی ورزشي خبريال چې درې واړه تلويزونونه د افغانستان ورزشي اجرايي فدراسيون غړي دي، په وروستيو کې يې په يو نړيواله سيالۍ کې ګډون کړی و.
مشعوف د افغانستان خبريالانو مرکز ته وويل چې هغه د افغانستان له دوه نورو خبريالانو سره، په وروستيو کې د ورزشي سيالۍ کې چې د نړۍ د ۱۱۹ ورزشي خبريالانو تر منځ ترسره شوې وې، شرکت کړی و چې ويې کولی شول چې د ۱۰غوره خبريالانو کې د اسيا او اقيانوسيه په حوزه کې وشمېرل شول.
د ورزشي خبريالانو نړيوال فدراسيون رئيس جياني ميرلو په ۱۰غوره خبريالانو کې ددغو درې افغان خبريالانو راتللو په اړه مبارکي ورکړې ده.
د افغانستان خبريالانو مرکز دغو درې خبريالانو ته ددغې لاسته راوړنې مبارکي ويلې او په ورزشي برخه کې يې ددوی کوښښونه او هڅې د قدر وړ ګڼلي دي.

