د فیسبوک شرکت څښتن په دې شبکه کې د ملي تلویزیون او باختر دولتي خبري اژانس پاڼې تړلي دي

۱۴۰۱ چنګاښ ۲۹

کابل- میټا شرکت چې د فیسبوک او انسټاګرام مالکيت لري، په دغو ټولنيزو شبکو کې د افغانستان ملي راډیو-ټلویزیون او د باختر دولتي خبري اژانس فارسي/دري او پښتو پاڼې تړلې دي.

په فیسبوک او انسټاګرام کې د ملي راډیو-ټلویزیون او باختر خبري اژانس پاڼې چې په سلګونو زره څارونکي یې لرل، نن ورځ د لاسرسي وړ نه دي.

فیسبوک ویلي د کارپوهانو یوه ډله یې ګمارلې چې په دې ټولنیزه شبکه کې د طالبانو اړوند مواد وڅاري او لرې يي کړي. تېر کال د جمهوري ریاست له ړنګېدو او د «اسلامي امارت» له جوړېدو وروسته دغې کمپنۍ اعلان وکړ، چې که د طالبانو اړوند د اکاونټونو فعالیت ولیدل شي؛ نو پر وړاندې به یې اقدام وکړي.

د افغانستان د ملي راډیو-ټلویزیون لپاره د «اسلامي امارت» ټاکل شوي رئیس احمدالله وثیق نن په یوه ویډیويي پیغام کې وویل، چې په فیسبوک او انسټاګرام کې د ملي راډیو-ټلویزیون پاڼې د نامعلومو دلایلو له مخې بندې شوې دي. وثيق د میټا کمپنۍ پر دغه اقدام نېوکه وکړه او دا یې د بیان د ازادۍ خلاف کار وګڼلو.

په ورته وخت کې د باختر خبري اژانس هم په فيسبوک کې د دې خبري آژانس د پاڼې تړل تاييد کړي او ويلي يې دي، چې د اطلاع رسونې خپل ۸۲ کلن تاریخ ته په کتو سره يې د فيسبوک ادارې ټول اصول او مقررات په نظر کې نيولي او يواځينۍ موخه يې د دقیق، پر وخت او هراړخیزو معلوماتو چمتو کول دي. باختر له مېټا شرکت څخه وغوښتل چې دغه ستونزه ژر تر ژره حل کړي.