۲ ثور ۱۳۹۵
کابل: د ملي امنيت شورا وايي چې د رسنيو او خبريالانو د خونديتوب دتامين طرزالعمل طرحه نهايي شوې او ډېر ژر به د تصويب لپاره ددغې شوار عالي ناستې ته ولېږل شي.
د ملي امنيت شورا وياند تواب غورځنګ نن ورځ په کابل کې په يوه خبري ناسته کې وويل: « د طلوع تلويزون د کابورا پروډکشن په کارکوونکو باندې د طالبانو دحملې وروسته، د امنيت شورا عالی مجلس ددغې شورا دفتر ته دا لارښوونه وکړه چې د رسنيو او خبريالانو دخونديتوب د طرزالعمل دتامين په طرحه کار وکړي.
تېر کال د جدي مياشتې په ۳۰ په کابل کې د طلوع تلويزون کارکوونکو په انتقالوونکي موټر د طالبانو له لوري د يوه ځانمرګي بريد له امله ددغې رسني اووه تنه کارکوونکي ووژل شول او حد اقل ۱۶تنه نور زخمي شول.
غورځنګ زياته کړه: « اوس مونږ په داسې ورځ کې قرار لرو چې دخبريالانو او رسنيو د خونديتوب طرزالعمل وروستۍ مسوده نهايي شوې او د تصويب په موخه د ملي امنيت شورا عالي مجلس ته به ولېږل شي.»
هغه یاد طرزالعمل د خبريالانو او رسنيو دخونديتوب په اړه د حکومت د ژمنې د تضمين په عنوان ياد کو او ويويل چې د هغه په تصويب په اړه به له دوه تر دريو اونيو پورې جدي اقدامات ترسره شي.
د ولسمشر د وياند مرستيال دواخان مينه پال وويل چې د خبريالانو د امنيت تامين د وحدت ملي حکومت له لومړيتوبونو څخه دي او ددغه طرزالعمل په اجرا سره به په دې برخه کې د خبريالانو ستونزې حل کړي.
هغه د سرحد څخه پرته خبريالانو سازمان تازه راپور ته په اشارې سره وويل: « له نېکه مرغه افغانستان د بيان ازادۍ په برخه کې د منطقې او ګاونډيو هيوادونو په پرتله ښه پرمختګ لرلی چې دا ښايي حکومت د بيان ازادۍ په برخه کې خپل تعهد ته ژمن دی.»
له سرحد پرته راپورورکوونکو سازمان په ۲۰۱۶کال په نړۍ کې د رسنيو د ازادۍ په لړ کې په خپله درجه بندۍ کې چې تېره ورځ نشر شو ويلي دي چې افغانستان خپل ځای د تېر کال په پرتله په لږ پرمختګ سره ساتلی دی.
په دې راپور کې راغلي دي چې افغانستان د ۱۸۰هېوادونو په منځ کې په ۱۲۰درجه کې قرار لري که نسبت په ۲۰۱۵کال کې دوه رتبې مخکې والی کړی او د خپلو پنځو ګاونډيو هېوادونو په پرتله يې لوړ مقام لرلی دی.
مګر دغه سازمان د خبر رسونې په برخه کې د ازادۍ په اړه د افغانستان د پرمختګ له هرکلي سره د رسنيو او خبريالانو په وړاندې د تهديدونو او تاوتریخوالي د ميزان د زياتولی په اړه اندېښه ښودلې ده.
د ولسمشر وياند مرستيال د خپلو خبرو په بله برخه کې له خبريالانو وغوښتل چې د هېواد وضعيت ته په کتو سره په خپلو راپورونو کې ملي ګټې په نظر کې ونيسي. پژواک

