۵ مرغومی ۱۳۹۳
کابل: د ملي وحدت حکومت اجرائیه رئیس وایي؛ د بیان ازادي د افغانستان د خلکو په قیمت لاسته راغلې او هیڅوک نه شي کولی دا ازادي بېرته ترې واخلي.
عبد الله عبدالله دا موضوع تېره ورځ سپیدار ماڼۍ کې د یوشمېر رسنیو مسوولینو او خبریالانو ملاتړ بنسټونو استازو سره ناسته کې څرګنده کړه.
هغې په وروستۍ یوه لسیزه کې د هیواد رسنیو پراختیا ته په اشارې سره وویل؛ چې د رسنیو د فعالیت ازادي د افغانستان رسنیو تاریخ کې بې مخینې ده.
عبد الله په ټینګار سره وویل: « د بیان ازادي زموږ د خلکو وینې په بدل کې لاسته راغلې ده او په هغه پوهې سره چې نن ورځ خلکو ترلاسه کړې ده، هیڅوک نه شي کولی دا ازادي بیرته ترې واخلي.»
په ورته وخت کې دې لوړ رتبه حکومتي چارواکي د هیواد رسنیو د فعالیت پر وړاندې د شته ستونزو یادونه وکړه او زیاته یې کړه چې د ملي وحدت حکومت تیار دی ترڅو د هیواد رسنیو ټولنې ستونزې په جدي توګه حل کړي.
اجرائیه رئیس وویل چې د خپلې وروستۍ ژمنې سره سم چې د خبریالانو او رسنیزو فعالینو سره د شوي تاوتریخوالي ترسره کوونکو د سزا د معافیت په اړه یې کړې وه د پای ټکی کیږي دي او په دې برخه کې د پېل لومړی ګام پورته کړي.
عبد الله د روانې لیندۍ میاشتې په ۲ مه نېټه خبریالانو سره د تاوتریخوالي ترسره کوونکو معافیت ختمولو پر ضد سرتاسري کمپاین په اړه خبر پاڼه کې ویلي وو، چې معافیت ته به د پای ټکی کېښودل شي.
هغې همدارنګه د نن ورځې ناسته کې وویل:« په دې برخه کې د یو پېل په توګه، د خبریالانو د وژنو دوه قضیو ته چې تازه شوې دي رسېدنه وکړي.»
د معلوماتو له مخې دا کمپاین چې د افغانستان خبریالانو مرکز پېل کړی و، له ۱۳۷۳ لمریز کال راهیسې د ۱۳۹۳ کال قوس میاشت پورې په افغانستان کې د خبري رسنیو ۴۶ کارکونکي، خبریالان او لیکوالان په بېلابېلو پېښو کې وژل شوي دي او له دوه پېښو پرته د زیاتره دې قضیو تر سره کوونکي له سزا ورکونې معاف وو.
د دې بنسټ له لورې د ورکړل شوو معلوماتو له مخې په دغه شمېرو کې ۲۹ تنه یې په نښه او وژل شوي او ۱۷ تنه نور یې د چاودنو او یا ښکېلو اړخونو ترمنځ جګړو کې وژل شوي دي.
اجرائیه رئیس وایي د خبریالانو او رسنیزو فعالینو پرضد تاوتریخوالی چې په هر شکل وي د زغم وړ نه دی او ملي وحدت حکومت به یې ترسره کوونکو په اړه اقدام وکړي.
هغه رسنیو کې د ښځینه خبریالانو جنسي ځورونو په اړه یوې پوښتنې ته ځواب کې وویل، چې دا ډول کړنې هیڅ د منلو وړ نه دي او باید د هغوی عزت او انساني حقونو ته درناوی وشي.
عبد الله عبدالله د رسنیزو سرغړونو کمېسیون لغوه کېدو په اړه دخبریالانو غوښتنې ته غبرګون کې څرګندونې وکړې او زیاته یې کړه چې د ولسمشر غني سره له خبرو کولو وروسته به د هغې پایلې اعلان کړي.
سره له دې چې دا کمېسیون د ۱۳۸۸ کال ډله ییز رسنیو قانون کې ذکر شوی نه دی؛ د اطلاعاتو او کلتور پخواني وزیر سید مخدوم رحین له لورې جوړ او اوس هم فعال دی.
د کار کوونکو جذب قانون نه شتون، روغتیایي بیمې او تقاعد نشتون، اطلاعاتو او کلتور وزارت له لورې جوړ شوي صندوق له کاره لوېدل، معلوماتو ته د لاسرسي قانون نه عملي کیدل، دولت له لورې څېړنیزو راپورونو په ځانګړې توګه اداري فساد برخې ته نه پاملرنه او د ملي راډيو تلویزیون غیري معیاريتوب نورې هغه اندېښنې وې چې د خبریالانو له لورې په دې ناسته کې مطرح شوې.
د ملي وحدت حکومت اجرائیه رئیس ژمنه وکړه چې له غور او برسي کولو وروسته به دې برخه کې اقدام وکړي.
سرچینه: پژواک

