۲۷حوت ۱۳۹۴
کابل: د اريانا نيوز خبرياله معروفه ذکي «په کابل کې امبولانسي خدمتونه» د راپور په جوړولو سره کولی شو د هيئتانو په رايو سره «افغانستان کال خبريال» جايزه په لاس راوړي.
ميرمن ذکي په دې راپور کې د په مرکز کې د «کابل امبولانس» د خدماتو څرنګوالی روښانه کړې دی، او د هغه ستونزو او خنډونو سربېره چې د هېواد په مرکز کې له امبولانس څخه د ګټې اخيستنې فرهنګ رواجولو په برخه کې موجودې دي مشهور شوی دی.
د سږ کال په رقابت کې له مختلفو رسنيو راپورونه او ازاد خبريالانو ځانونه کانديد کړي وي چې د هغې له جملې ۱۰لاندې راپورونو نيمه نهايي مرحلې ته لاره پېدا کړه.
۱- د ميرمنو د امن کور په اړه د کليد راډيو خبريالې فرشته فيضي راپور.
۲- د افغانستان او ايران د سرحدي امنيتي مسائلو په اړه له پژواک څخه د ستوری کريمي راپور.
۳- د هرات په معارف کې د مالي فساد په اړه د له هشت صبح څخه د وحيد پېمان راپور.
۴- د کندز له جګړې څخه د طلوع نيوز خبريال کریم اميني راپور.
۵- له افغانستان څخه د ايران پوهنتون ته د افغانستان خپرونکو کتابونو د مخنيوي په اړه د ماندګار ورځپاڼې خبريال محمد هارون مجيدي راپور.
۶- د کابل امبولانس په اړه له اريانا نيوز څخه د معروفه ذکي راپور.
۷- اروپا ته د افغانانود مهاجرتونو زياتوالي په اړه له طلوع نيوز څخه د انيسه شهيد راپور.
۸- په پروان او کاپيسا ولايتونو کې د رايو اخيستلو او خرڅولو په اړه له ازادۍ راډيو څخه د احمد هنايش راپور.
۹- په کابل کې د سوالګرو انجونو په اړه له مرسل مجلې څخه د امينه مايار راپور.
۱۰- په سروبي کې د ياقوتو ناقانوني اخستخراج په اړه له خورشيد تلويزون څخه د شيرشاه نوابي راپور.
چې د هيئتانو د رايو په اساس له شرايطو او دغې سيالۍ معيارونو سره د زيات مطابقت، د غوره او روښانه سوژې په درلودلو د معروفه ذکي راپور په ۱۳۹۴کال کې د افغانستان د کال غوره خبرياله وپېژندل شوه.
د افغانستان کال خبريال» دحوت په ۲۷د پنج شنبې په ورځ په يو لړ لويو مراسمو کې د خبريال ورځې په مناسبت په کابل کې ترسره شول او د ستاينلک او ۱۵۰۰نغدي ډالرو په جايزې سره ولمانځل شول.
دغه سيالي درې کاله مخکې پېل شوې وه، په لومړي کال له بي بي سي څخه مليار صادق ازاد، په دويم کال کې له هشت صبح ورځپاڼې څخه وحيد پيمان د افغانستان کال غوره عنوان لاسته راوړ.

