د افغانستان خبريالانو ملي اخلاقي موازين تصويب شول

د افغانستان خبريالانو ملي اخلاقي موازين تصويب شول

۶ جوزا ۱۳۹۵

کابل: له کلونو کوښښ وروسته د افغانستان خبريالانو ملي اخلاقي موازين د خبريالانو په يوه لويه ملي ناسته کې تر بحث او بررسۍ لاندې ونيول شول او تصويب شول.

په دې مراسمو کې چې تېره ورځ چهارشنبه له ژورنالستانو فدراسيون او بنسټونو، او افغانستان رسنيو له لوري د افغانستان خبريالانو مرکز په ګډون په کابل کې ترسره شوي و چې د هيواد له ۳۴ولايتونو څخه ۴۰۰زياتو خبريالانو او د رسنيو مسؤلينو پکې ګډون کړی و.

په وروستيو کلونو کې مختلفو بنسټونو د اطلاعاتو اوکلتوروزارت سره په همکارۍ زياتې ناستې د اخلاقي موازينو په اړه ترسره کړې وې او د نورو هېوادونو د تجربو په نظر کې نيولو سره د اخلاقي موازينو لومړني مواد اماده کړي دي.

دغو کوښښونو په تېرو شپږمياشتو کې په شدد سره ادامه پېدا کړې ده او په پايله کې د خبريالانو د بنسټونو فدارسيون او د افغانستان رسنيو غړيو په توافق په کابل کې لويه ناسته ترسره شوه او ګډون کوونکو ياد مواد تر بحث او بررسي لاندې ونيول او تصويب يې کړل.

دغه موازين د خبريالانو د مسلکي کارونو په شمول د افغانستان د اساسي قانون او د افغانستان د رسنيو د قانون په اساس چې په هغه کې د بيان ازادۍ اصل محترم شمېرل شوی دی او اطلاعاتو ته د لاسرسي حق، د بې طرفۍ او ازادۍ ساتل، د توازون او ريښتيا رعايت، خلکو ته د زيان او ضرر رسولو څخه ډډه او په کاري چاپېريال کې د قت او مسلکي رويې اصل رعايت شامل دي چې ددغې ناستې د ګډون کوونکو په اتفاق سره د تاييد وړ وګرځېدل.

د افغانستان خبريالانو مرکز په دې باور دی چې ددغه ډول موازينو تصويب په هېواد کې د رسنيو د فعاليتونو په معياري کولو کې لوی ګام ګڼل کېږي او له ټولو خبريالانو غواړي ترڅو هغه رعايت کړي.